کابل کې د وړیو مینځلو او رېشلو لومړنۍ فابریکه

Image caption تر دې وړاندې د پسونو وړۍ به يا پکستان ته صادريدلې او يا به په لاسونو په غير فني توگه تر وينځلو وروسته ريشل کيدلې .

په پلازمېنه کابل کې د لومړي ځل لپاره د پسونو د وړيو او د غاليو لپاره د تارونو ريشلو فابريکې په کار پيل وکړ.

د دغه کارځاى چارواکي وايي چې په دغه کار خانه کې د لگول شويو ماشينونو پر مټ کولاى شي چې د غالۍ اوبدنې ټولې چارې په کور د ننه بشپړې کړي.

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی وايي، دغه کار ځاى د استوگنې په يوه سيمه کې جوړه شوې او داسې بريښي چې د دغې فابريکې خاوندانو به د دې وس نه لاره چې په صنعتي پارکونو کې دغه فابريکه جوړه کړي، خو د دغې فابريکې د پرانيستې په غونډه کې حکومتي چارواکو گڼې ژمنې وکړي، خو لا مالومه نه ده چې دغه زمنې به تر سره شي که څنگه؟

دمگړۍ په دغه کار ځاى کې لسگونه کاريگر په کار بوخت دي، خو په نورو ولايتونو کې د لسگونه نورو خلکو لپاره يې هم د کار زمينې برابرې کړې دي، هغوى د همدغې کارخانې لپاره د وړيو په راټولولو بوخت دي.

د دغه کار ځاى خاوند په خپلو خبرو کې وويل چې له دې وروسته به د غالۍ اوبدلو ټولې چارې په کور دننه ترسره کيږي، د وړيو وينځل، ريشل د تار جوړول او د هغوى بياتي کول به ټول همدلته تر سره کيږي، دا هغه څه دي چې پخوا به غالۍ اوبدونکي اړ وو چې پاکستان ته ورشي او هلته دغه چارې تر سره کړي.

تر دې وړاندې د پسونو وړۍ به پاکستان ته وړل کېدې او په ډېره کمه بيه به هلته پلورل کيدې، خو کله چې به هلته ترېنه تار جوړ شو بيا به په لوړه بيه پر افغان غالۍ اوبدونکو خرڅېده.

Image caption غالۍ په افغانستان کې هغه صنعت دى چې نړيوال شهرت لري او په تېرو کلونو کې د همدغه صنعت له لارې میليونونه ‌ډالره افغان حکومت ترلاسه کول.

د دې ترڅنگ هغه غالۍ به چې په افغانستان کې هم جوړې شوې وې، نو د وينځلو لپاره به پاکستان ته لېږدېدې د دغه کارځاى يو ونډه وال عبدالودود صداقت وايي چې دوى غوښتل دغه کار ځاى يو کال وړاندې په پښو ودروي، خو په وينا يې چې وارد کړي ماشينونه يې د کراچۍ په بندر کې بند پاتې وو.

غالۍ په افغانستان کې هغه صنعت دى چې نړيوال شهرت لري او په تېرو کلونو کې د همدغه صنعت له لارې میليونونه ‌ډالره افغان حکومت تر لاسه کول چې د جگړو په کلونو کې دغه صنعت هم څه نا څه زيانمن شو.

داسې رپوتونه هم شته چې تر دې وړاندې د افغانستان د غاليو له صنعته پاکستان ته میليونونه ډالر لاس ته ورتلل، خو د غعاليو صنعت کونکي وايي چې د دغې کارخانې او دې ته ورته د نورو هغو په رغولو سره به يو ځلې بيا دغه صنعت وده وکړي او په زرگونه وزگارو افغانانو ته به د کار زمينې هم برابرې شي.

ورته مطالب