'د بدخشان له کران او منجانو مو تکتیکي شاتګ کړی'

بدخشان
Image caption په بدخشان کې زموږ سيمه ييز خبريال وايي چې د دغه ولايت اته ولسوالۍ د طالبانو تر گواښ لاندې دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هم ومنله چې د بدخشان له کران او منجانو له ولسوالۍ د دوى ځواکونه"په شا شوي"دي.

که څه هم چې د کورنيو چارو وزارت وياند د طالبانو په لاس د کرانو منجانو د ولسوالۍ د کېوتلو په تړاو ډېر جزئيات ورنه کړل، خو په څنگزنه توگه يې وويل چې دا مهال د دوى ځواکونه له هغې ولسوالۍ په شا شوي او زياته يې کړه چې ډېر ژر به دغه ولسوالي بېرته د دولت تر واکمنۍ لاندې راولي.

په کابل کې زموږ خبریال محمود کوچی د کورنیو چارو د وزارت له ویاند صديق صديقي سره غږېدلي، چې وايي سيمې ته يې نوي ځواکونه استولي او په خبره يې چې ډېر ژر به دغه ولسوالي د طالبانو له ولکې خلاصه کړي:

"په دې کې شک نه شته چې موږ هلته ډېر کم ځواکونه لرل، او بله دا چې دغه ولسوالي ډېره کوچنۍ ولسوالي ده او هلته دولتي دارې هم ډېرې کمې وې، زموږ د پوليسو شمېر په دغې ولسوالۍ کې يوازې ۳۰ تنو ته رسېده اوس مهال زموږ ځواکونه د څو خواو نه سيمې ته روان دي هلته د دغې ولسوالۍ نه دفاع وکړي، دا موږ ته ستره ننگونه نه ده انشاء الله ډېر ژر به د دغې ولسوالۍ د چاڼولو خبر هم له تاسو سره شريک کړو".

کوماندو ځواکونه

دا رنگه له سيمې نه د بي بي سي خبريال ته د کرانو منجانو اوسېدونکو ويلي چې شېبه وړاندې يو شمېر کوماندو ځواکونه د هوا له لارې دغې سيمې ته رسېدلي، او دا رنگه زغروال گاډي او نور پياده کنډکونه هم د ځمکې له لارې سيمې ته خوځېدلي دي.

تر دې وړاندې د همدغه ولايت په وردوج ولسوالۍ کې هم گڼ وسله وال طالبان له حکومتي ځواکونو سره په جګړه کېوتي چې تر دې دمه يې دغه وړلسوالي له وسله والو مخالفينو نه ده چاڼ کړې.

د کورنيو چارو وزارت وياند هم په تېره شپه کې د دغې ولسوالۍ اړونده سيمو کې د جنگ جگړو پخلى وکړ او د پنځو تنو طالب وسله والو د وژل کېدو خبره يې هم وکړه.

بل پلو د افغانستان د ولسي جرگې يو پلاوى هم د وردوج ولسوالۍ د امنيتي حالت د ارزونې په موخه په سيمه کې دى.

د دغه پلاوي غړى او د پکتيا د خلکو استازى نواب منگل وايي چې په وردوج کې د تېرو ورځو پرتله وضعيت ارامه دى، خو هغه هم مني چې د کرانو منجانو په ولسوالۍ کې درنه جگړه روانه ده، د هغه په خبره دا مهال سيمه وال هم د دولت د مخالفينو پر ضد پاڅېدلي دي.

Image caption زغروال گاډي او نور پياده کنډکونه هم د ځمکې له لارې سيمې ته خوځېدلي دي.

په بدخشان کې زموږ سيمه ييز خبريال وايي چې د دغه ولايت اته ولسوالۍ د طالبانو تر گواښ لاندې دي، خو په وينا يې د کرانو منجانو او وردوج ولسوالۍ تر ټولو نورو هغو طالبانو ته د ډېر ارزښت وړ دي.

دغه دواړې ولسوالۍ له ختيځ ولايت نورستان سره گډې پولې لري چې په دې توگه طالبان کولاى شي له همدغو لارو د افغانستان شمالي او شمال ختيځو ولايتونو ته گواښونه پېښ کړي.

دا رنگه د همدغه ولايت د تگاب ولسوال نصرت الله نايل بي بي سي ته ويلي چې په دغې ولسوالۍ کې هم تر اوسه اتلس کلي د طالبانو تر ولکې لاندې راغلي.

ښاغلي نايل اندېښنه وښوده که چېرې افغان حکومت په دې اړه نوي گامونه پورته نه کړي نو ښايي دغه ولسوالي هم د طالبنو منگولو ته وغورځېږي.

ورته مطالب