جلال اباد کې یو تبلیغي وژل شوی

Image caption مشرقیوال وايي، دا پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځ ته شوې ده.

د افغانستان ختيځ ننګرهار ښار ته څېرمه دوو وسله والو یو تبلیغی په ډزو وژلی، چې د تېښتې پرمهال قاتلان هم د تبلیغیانو په کوتکو او لرګیو وژل شوي دي.

د ننګرهار د د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، پېښه نن سهار (یکشنبه/تلې’میزان اوومه’) جلال اباد ښار ته څېرمه د افغان مېنې په تبلیغي مرکز کې هغه مهال وشوه، چې مرکز کې د تبلیغیانو د غونډې وروستۍ ورځ وه.

نوموړی وايي، دوه وسله وال دغه مرکز ته ورغلي او یو تبلیغی یې په ډزو وژلی، خو د راوتلو پرمهال یې مخه نیوونکو ته هم د وژلو ګواښ کړی، خو هغوی وار پرې ړومبی کړی او برید کوونکي یې په کوتکو او لرګیو وژلي دي.

مشرقیوال وايي، دا پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځ ته شوې ده.

په پېښه کې قاتلینو درې نور کسان هم ټپیان کړي.