د نورستان پلاوی وايي د لارې پرانيستې لپاره دې پوځي ګام پورته شي

Image caption نورستان پر اورپکۍ سربېره د پېچلو لارو له امله هم له ستونزو سره مخامخ دی

له نورستانه کابل ته د دغه ولايت شورا او قومي مشرانو تللي پلاوي له حکومته غوښتي چې له کونړه د هغه ولايت مرکز ته غځېدلې لويې لارې پرانيستې لپاره ګام پورته کړي.

پر همدې مهال د افغان کورنيو چارو وزارت ويلي چې د کونړ په چپه دره کې پيل شوي عمليات نه دي درول شوي او پر مخ به ځي، د نورستان لاره له همدې درې تېرېږي.

دا لاره له شاوخوا څلورو کلونو راهيسې د حکومتي کارکونکو پر مخ تړلې ده خو له شاوخوا دريو مياشتو راهيسې پرې خلک تگ راتگ نه شي کولاى.

په کابل کې زموږ خبريال مصطفى سالک وايي د نورستان چارواکو او قومي مشرانو څو ځله په دغه ولايت کې خپل غږ پورته کړی او له مرکزي حکومته يې غوښتي چې دغه ولايت ته غځېدلې ځمکنۍ لارې پرانيستې لپاره که په پوځي عملياتو هم وي، ګام واخلي، خو دې غږونو کومې پايلې نه دي لرلې.

اوس د نورستان ولايتي شورا او قومي مشرانو يو پلاوى کابل ته تللی چې دا ستونزه په مخامخ ډول له حکومتي چارواکو سره شريکه کړي. پلاوي تر دې مهاله د ولسي جرگې له مشر او يو شمېر استازو سره ليدلي چې د مرستې د لاس ورغځولو ژمنه يې ورسره کړې ده.

د پلاوي مشر او د نورستان ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمان بي بي سي ته وويل نه پوهېږي چې د کونړ په چپه دره کې د حکومت مخالفانو پر وړاندې پيل شوي حکومتي عمليات ولې وځنډول شول، ځکه چې په وينا يې د نورستان لويه لاره د همدې درې په اوږدو کې د وسلوالو طالبانو له خوا تړل شوې ده.

که څه هم د نورستان ولايتي شورا مرستيال د چپې درې عملياتو د ځنډ يادونه کوله خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي بي بي سي ته وويل چې په ياده شوې دره کې لا هم وسلوال عمليات روان دي.

ښاغلي صديقي وويل که سميز خلک د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي د لارې د پرانستو په گډون به گڼې امنيتي موخې پوره شي.

د خوړو زياتېدونکې ستونزې

کابل ته تللي پلاوي بي بي سي ته وويل چې د لارې له بندېدو سره د خوراکي توکيو بيې هم خورا ډېرې پورته شوې دي.

دوی وايي اوړه خو لومړی پيدا کېږي نه او که پيدا شي د يوې بوجۍ اوړو بيه شاوخوا ٥٠٠٠ افغانۍ کېږي چې له دوه برابرو هم ډېر لوړوالى ښيي.

کابل ته تللی پلاوی دا ادعا هم کوي چې د اسانتياو نشتوالي له کبله روغتونونه او ليلې هم تړل شوې، او په وينا يې که لاره تړلې پاتې شي دا به په نورستان کې حکومتي واکمنۍ ته هم يوه ننگونه وي.

نورستان او کونړ د افغانستان په ختيځ کې پراته هغه ولايتونه دي چې له گاونډي پاکستان سره گډه پوله لري او د چارواکو په وينا اورپکي ورته په پرانستې پښه تگ راتگ کوي. نورستان بیا پر دې سربېره ستونزمنې لارې لري، او سيميز چارواکي يې نيوکه کوي چې ان د دولتي کسانو تلل او راتلل هم ورته ستونزمن دي او لامل يې دا بيانوي چې حکومت اړينې چورلکې په واک کې نه ورکوي.

ورته مطالب