د ۱۳۵۷ او ۵۸ کلونو د قربانیانو فاتحه واخیستل شوه

کابل
Image caption په لست کې د داسې کسانو نومونه هم شته چې لا هم ژوندي دي.

نن د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په یو شمېرنورو برخو کې د هغو شاوخوا پنځو زره کسانو فاتحه واخیستل شوه چې په ۱۳۵۷ او ۵۸ کلونو کې د وخت د کمونیست رژیم له لورې وژل شوي و.

افغان حکومت اعلان کړی چې نن او سبا (دوشنبه او سه شنبه د تلې اتمه او نهمه) به د دغه هېواد بيرغ هم نیم ځوړند وي.

د دغو د وژل شوو کسانو نوملړ په هالنډ کې یوې جنايي محکمې خپور کړ.

د کابل په ګډون د هېواد په نورو برخو کې هم په ډله ییز ډول د فاتحې دا ډول مراسم ترسره شول، د مراسمو په ګډونوالو کې د وژل شوو خپل خپلوان او د کورنیو غړي هم شامل وو، ځینو یې د خپلو وژل شوو عزیزانو تصویرونه هم له ځانه سره لېږدول.

په هالنډ د یوې محکمې له لورې د شاوخوا پنځو زرو کسانو په خپاره شوې لست کې، پر حکومت ضد یو شمېر سیاسي فعالانو سربېره، د پوهنتونونو استادان، ډاکټران، انجنیران په خپله د حکومتي کار کوونکي او د نورو بېلابېلو پاړکیو کسان شامل دي.

په وژل شوو کې د داسې کسانو نومونه هم و، چې لا یې هم کورنۍ د راتلو انتظار کاوه خو د لست خپرېدو یې انتظار ته د پای تریخ ټکي کېښود.

خاپوړي

ډاکټر همایون لودین چې وايي، ده لا خاپوړي کول چې پلار یې ترې تم شو، د ده پلار د اروزګان ولایت په روغتون کې د ماشومانو د څانګې مشر و.

ښاغلی لودین وايي، د لست په خپرېدو یې په کور کې یو نوی ماتم پيل شوی او د لس ګونو کلونو زړو غم یې بیا راتازه شوی دی:

''ما چې د خپل پلار نوم د لومړۍ صفحې په ۲۴ نمبر کې وليد، زموږ په کور کې یو بل غم جوړ شو، خپل خپلوانو او دوستانو مې زنګونه راوهل او ډاډګېرنه یې راکوله''.

د ۱۳۵۷ او ۵۸ کلونو د کمونیستي رژیم پرمهال، د کابل څرخي پله زندان د زندانیانو د وژلو او ځورولو له اړخه ډېر شهرت درلود، د خپاره شوي لست له مخې، ډېری دغه کسان یا په زندان کې وژل شوي او یا د زندان له تورو کوټو تر ایستل کېدو وروسته د قبر تورو تیارو ته ور ټېل وهل شوي دي.

خو په لست کې د داسې کسانو نومونه هم شته چې لا هم ژوندي دي.

انجینر رحمن حبیب همداسې یو کس دی، ښاغلی حبیب وايي دی لا زلمی و چې د وخت د استخباراتي کړیو له لورې تر نیول کېدو وروسته د څرخي پله د زندان تورو تنبو ته ټیل ووهل شو، خو ښايي اب او دانه یې په دنیا کې وه چې لا هم ژوندی ګرځي.

دی زیاتوي چې له ده سره ډېری نیول شوي ملګري یې وژل شوي او په لست کې یې نومونه هم شته.

د ژوند وروستۍ ورځ

Image caption ډاکټر همایون لودین چې وايي، ده لا خاپوړي کول چې پلار یې ترې تم شو، د ده پلار د اروزګان ولایت په روغتون کې د ماشومانو د څانګې مشر و.

ښاغلي حبیب وویل دوی هره شپه داسې فکر کاوه چې ښايي سبا یې د ژوند وروستۍ ورځ وي، ده راسره د خپل بند ځینې ترخې خاطرې شریکې کړې:

''زه یې په نیمه کې شپه کې له خپل کوره وایستلم، بیا یې له نیولو وروسته یوې کوټې ته بوتلم، بیا نو مجازات شروع شول، وهل، ټکول، په پښو کې، په لاسونو او غوږونو کې د برېښنا د مزو په واسطه شارټونه ورکول، زما یادیږي چې څلور وارې په تشناب کې پروت وم او دوی پر ما اوبه شیندلې چې بېرته په هوښ راشم''.

ښايي د ښاغلي حبیب په څېر ډېر داسې نور کسان وي چې د چرخي پله له زندان څخه دا ډول بدې خاطر ولري، خو د هغه مهال کمونیست واکمن په دې ټېنګار کوي چې وژل شوي او بندي شوي کسان د حکومت له لورې د ملي ګټو ضد بلل شوي و.

د نور محمد ترکي پر مهال د انقلابي شورا غړی او د حفیظ الله امین د کورنیو چارو وزیر فقیر محمد فقیر وايي، په نړۍ کې هر حکومت خپل مخالفین ځپلي او وژلي دي:

''دولتونه د خپلو ګټو او د هېواد د ګټو لپاره تګلاره لري، زندان لري، قانون لري او له مخې یې د خپل دښمن سره چال چلند کوي، زما په نظر دغه کسان چې وژل شوي باید د هغوی وژل وڅېړل شي''.

Image caption افغان پارلمان په ۲۰۰۷ کال کې داسې یوه طرحه تصویب کړه چې له مخې یې جنګي مجرمین له قانوني تعقیبه خوندي بلل شوي دي، چې همدغه کار په افغانستان کې د ډېرو په باور د انتقالي عدالت پلې کېدل ستونزمن کړي.

په کابل ښار کې د خپور شوي لست او د وژل شویو له خپلوانو سره د خواخوږۍ لپاره مظاهره وشوه، دوی د قاتلینو ترڅنګ، په افغانستان کې د انتقالي عدالت د پلې کېدو شعارونه ورکړل، او محاکمې ته د تېرو لسیزو د ټولو جنګي مجرمینو راکشول غواړي.

حفیظ راسخ د انتقالي عدالت د غوښتونکو له ډلې دی وايي: ''تر هغې چې د تېرو درېو لسیزو جنګي مجرمین محاکمې ته راکش نکړل شي، په دغه هېواد کې سوله ، امنیت او ښه حکومتوالي رامنځ ته کېدی نشي''.

په افغانستان کې د کمونیست پلوه رژیمونو تر پرځېدو وروسته، د ولسي خلکو وژل پای ته ونه رسېدل، بلکې له هغې وروسته هم دغه لړۍ روانه ده چې بیلابېلې ډلې په کې ښکېلې بلل کیږي، چې د بشري حقونو سازمانونه یې عدالت ته د راکشولو غوښتنه کوي.

افغان پارلمان په ۲۰۰۷ کال کې داسې یوه طرحه تصویب کړه چې له مخې یې جنګي مجرمین له قانوني تعقیبه خوندي بلل شوي دي، چې همدغه کار په افغانستان کې د ډېرو په باور د انتقالي عدالت پلې کېدل ستونزمن کړي.

ورته مطالب