عبدالله عبدالله د ۱۳۹۳ ولسمشرۍ ټاکنو ته ودرېد

Image caption عبدالله عبدالله دويم کس دی چې د ولسمشرۍ لپاره يې نوم له کمېسيون سره ثبت کړ

د افغانستان د ملي ايتلاف مشر عبدالله عبدالله د ۱۳۹۳ لمريز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د سيالۍ لپاره د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره ځان ثبت کړ.

د اسلامي حزب د عبدالهادي ارغنديوال څانګې مرستيال انجنیر محمد خان د ښاغلي عبدالله لومړی مرستيال او د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق دويم مرستيال نومول شوي دي.

عبدالله عبدالله له نوم ثبتولو وروسته خبريالانو ته وويل، چې د افغانستان اساسي قانون ته ژمن دی او د فساد پر ضد مبارزه او د فقر لرې کول يې د انتخاباتي منډو ترړو په سر کې ځای لري.

د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې د نوم ثبتولو پر مهال د ښاغلي عبدالله له مرستيالانو پرته د يونس قانوني، عبدالهادي ارغنديوال، صلاح الدين رباني او عطا محمد نور په ګډون نور ملاتړي هم ورسره وو.

د ملي ايتلاف مشر، ښاغلی محمد خان او محقق له ډېرو اوږدو خبرو او سیاسي چنو وهلو وروسته په دې قانع کړل چې له ده ملاتړ وکړي.

انجنير محمد خان تېره ورځ د اسلامي حزب د يوې څانګې او جمعيت اسلامي ترمنځ د موافقې پر بنسټ له عبدالله عبدالله نه د ملاتړ په بدل کې، د ښاغلي عبدالله لومړی مرستيال معرفي شو.

سيال ګوندونه

دغه دوه ډلې په ۹۰ يمو کلونو کې يو د بل سيالې وې چې ډېرې خپلمنځي جګړې يې هم کړې دي.

Image caption محمد خان او محقق له ډېرو اوږدو بحثونو وروسته راضي شول چې د عبدالله عبدالله ملاتړ وکړي

دا په تېرو نژدې ۱۲ کلونو کې لومړی ځل دی چې د اسلامي حزب يوه څانګه له جمعيت اسلامي سره په يوه انتخاباتي اتحاد کې يو ځای کېږي.

ويل کېږي چې د وحيد الله سباوون او د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب نورې څانګې له دغه ايتلاف نه ملاتړ نه کوي.

په تېره يوه لسيزه کې دا لومړی ځل دی چې د جمعيت اسلامي يوه لويه برخه د ولسمشرۍ له يوه کانديد نه ملاتړ کوي.

احمد ضيا مسعود او امرالله صالح د جمعيت دوه هغه غړي دي چې د عبدالله عبدالله له نوماندۍ يې ملاتړ نه دی کړی.

په لومړنيو ټاکنو کې جمعيت په دوو برخو ويشل شوی و، چې ځينو يې د يونس قانوني د نوماندۍ ملاتړ کاوه او ځينو يې د احمد ضيا مسعود چې د ولسمشر کرزي مرستيال و.

عبدالله عبدالله دويم کس دی چې د ولسمشرۍ لپاره يې خپل نوم په رسمي ډول د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره ثبت کړی.

بسم الله شېر لومړنی کس و چې ځان يې په رسمي ډول ولسمشرۍ ته کانديد کړ.

ورته مطالب