اشرف غني ټاکنو کې د درېدو لپاره استعفی ورکړې

اشرف غني
Image caption په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې هم ښاغلی احمدزی ولسمشرۍ ته ولاړ و

په افغانستان کې له بهرنيو ځواکونو نه افغان ځواکونو ته د امنيتي لېږد مسوول اشرف غني احمدزي په ټاکنو کې د درېدو لپاره له خپلې دندې استعفی ورکړې ده.

ښاغلی احمدزی وايي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د درېدو لپاره يې له خپلې دندې استعفی کړې ده.

اشرف غني احمدزی له تېرو دوو کلونو راهيسې چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد بهير پيل شوی د دغه کمېسيون مشري پر غاړه لري.

په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې هم ښاغلی احمدزی ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ و، خو ډېرې رايې يې ترلاسه نه کړې.

ښاغلي احمدزي بي بي سي ته وويل: "ټول پام اوس بايد په راتلونکې راټول وي. بنسټيزه مسله دا ده چې اوسني کورني، سيمه ييز او نړيوال وضعيت د تېرو ټاکنو د مهال پرتله بدلون کړی دی".

اشرف غني احمدزي ټينګار وکړ چې پراخ پروګرامونه لري او هڅه کوي د خلکو بېلابېلو لوريو ملاتړ له ځانه سره ولري.

دی له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۴ کاله د افغانستان د ماليې وزير و او له ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۰۸ کال پورې د کابل پوهنتون مشر و.

د دغو ټاکنو د نوماندانو د نوم ليکنې بهير د سنبلې په ۲۵مه پيل او د بهير پای ته اوس يوازې پنځه ورځې پاتې دي، خو يوازې يوه کس د ولسمشرۍ لپاره ځان کانديد کړی.

افغان سوداګر بسم الله شېر د ولسمشرۍ يوازنۍ نوماند دی چې تر اوسه يې په رسمي ډول ځان د ټاکنو له کمېسيون سره ثبت کړی دی.

پر همدې مهال د ملي ايتلاف مشر عبدالله عبدالله او د ولسمشر کرزي ورور قيوم کرزي هم تاييد کړې چې دوی هم د ولسمشرۍ لپاره نوماندان دي او ډېر ژر به د ټاکنو له کمېسيون سره ځان ثبت کړي.

ورته مطالب