هرات: د زندانيانو ۹ ورځنی اعتصاب پای ته ورسېد

هرات زندان
Image caption د هرات ۲۰۰۰ زندانيانو تېره شپه خپل اعتصاب پای ته ورساوه

د هرات د زندان قومندان عبدالمجيد صادقي تېره شپه اعلان وکړ، چې د نژدې ۲۰۰۰ زندانيانو د نه خوړو اعتصاب پای ته ورسېد.

ښاغلي صادقي وویل، هغه پلاوي چې له کابل نه هرات ته ورغلی و، تېره ورځ له زندانيانو سره وکتل او هغوی ته يې ژمنه ورکړه چې ستونزو ته به يې رسيده ګي وکړي.

د اعتصاب کوونکو زندانيانو لويه غوښتنه دا وه چې د ولسمشر د بښنې په فرمانونو کې دې ټول بنديان شامل شي.

وړاندې تر دې به يوازې هغو کسانو د ولسمشر د بښنې او په سزا کې د تخفيف له فرمانونو ګته اخيسته چې جرمونه به يې واړه و.

په هرات کې د بي بي سي خبريال محمد قاضي زاده وايي، له کابله په ورغلي پلاوي کې د ملي شورا، د عدلي او قضايي ادارو غړي او د کورنيو چارو او لويې څارنوالۍ استازي شامل و، چې مشري يې ګل رحمن قاضي کوله.

پلاوي اعتصاب کوونکو ته ژمنه ورکړه چې غوښتنې به يې د شونتيا تر بريده او د قانون په رڼا کې ومني.

د هرات د زندان قومندان د اعتصاب کوونکو روغتيايي حالت ښه بللی، خو تر دې وړاندې د بشري حقونو فعالينو د يو شمېر اعتصاب کوونکو زندانيانو وضعيت ښه نه و، بللی.

د هرات زندانيانو اعتصاب

د نه خوړو دغه اعتصاب تېره اوونۍ د يکشنبې په ورځ د ( وږي پر ۳۱مه) په لومړي سر کې د ۳۰۰ زندانيانو له لوري پيل شو.

له دې يوازې دوه ورځې وروسته د اعتصاب کوونکو شمېر په ډېرېدو شو او بلاخره يې شمېر ۲۰۰۰ کسانو ته ورسېد.

هغو کسانو چې اعتصاب کړی، لويه برخه يې په جنايي جرمونو او له وسله والو ډلو سره د همکارۍ او غړيتوب په تور نيول شوي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر په ملي او مذهبي ورځو کې د يو شمېر زندانيانو لپاره د بښنې او د بند مودې د تخفیف فرمانونه صادروي.

د کورني او بهرني امنيت پر وړاندې مجرمين، د نشه يي توکو کاروباريان او تښتوونکي له دغو فرمانونو مستثنی دي.

د هرات په زندان کې اوس شاوخوا ۳۲۰۰ بنديان ساتل کېږي.

ورته مطالب