د بګرام له زندانه د ۴۳۳ کسانو د خوشې کولو پرېکړه شوې

Image caption د بګرام زندان کې هغه بندیان ساتل کېږي چې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو د وسله وال مخالفت په تور نیول شوي دي.

هغه کمیسیون چې د ولسمشر حامد کرزي له خوا د بګرام زندانیانو د دوسیو او برخلیک څېړلو لپاره ګومارل شوی و وايي له څېړنې وروسته یې د ډېری هغو زندانیانو خوشي کولو پرېکړه کړې چې دوسیې یې دوی ته رسېدلې او څېړل شوې دي.

دوی وايي هغه دوسیې چې دوی ته رسېدلې د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې نیمګړې دي.

کابل کې یوې خبرې غونډې ته په وینا کې د کمیسیون غړو وویل د بګرام زندانیانو هغه دوسیې چې تر اوسه دوی ته رسېدلې ښيي، چې ډېری زندانیانو ته د مدافع وکیل نیولو حق نه دی ورکړل شوی.

د دوی په خبره تر اوسه دوی ته ټولې ۶۵۷ دوسیې رسېدلې چې له څېړنو وروسته یې د ۴۳۳ کسانو د خوشي کېدو پرېکړه وکړه او ۸۶ نورې دوسیې یې د نورو څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته لېږلې دي.

د کمېټې غړي وايي د ولسمشر د فرمان له مخې یې د روان کال په غوايي میاشت کې کار پیل کړ، خو په وږي میاشت کې د بګرام له زندانه ورته لومړۍ دوسیه ورسېده.

د دوی په وینا د ډېری زندانیانو دوسیې چې دوی ته رسېدلې پر لیکلو بیانونو یې د ګوتو نښانونه لګېدلي او هغه هم د فوټو کاپي په بڼه دي چې د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې هېڅ ارزښت نه لري.

دوی وايي په ځینو دوسیو کې د نیول شوي کس نوم د وسله والو د قومندان په توګه یاد شوی خو په دوسیه کې ورسره د نیول شوې وسلې یادوونه نه ده شوې.

د بګرام زندان د افغانستان په پروان ولایت کې موقعیت لري.

دغه زندان کې هغه بندیان ساتل کېږي چې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو د وسله وال مخالفت په تور نیول شوي دي.

د دغه زندان د کنترول او آدارې چارې افغانستان کې دېره امریکایي ځواکونو لاس کې وې چې د روان کال د مارچ میاشت په وروستیو کې د افغان حکومت او امریکا د متحده ایالاتو تر منځ د یوې هوکړې له مخې افغان حکومت ته وسپارلې شوې.

ورته مطالب