کابل او بامیان کې د فلمونو فېسټوال ترسره کېږي

Image caption په پام کې ده، د فېسټوال په بهیر کې به فلمونه، په پارک سینما، استقلال لیسه او یو شمېر نورو مرکزونو کې نندارې ته وړاندې شي.

افغانستان کې د بشري حقونو موضوع اړوند فلم فېسټوال جوړېدو ته چمتوالی نیول کېږي.

د افغانستان فلم کلپ مسوولین او د دغه فېسټوال جوړوونکي وايي راتلونکي اوونۍ به د یو شمېر مرکزونو په مرسته کابل او بامیانو کې دغه فېسټوال ترسره شي.

د بهرنيو کارپوهانو یو پلاوی به د فلمونو له نندارې وروسته د اتو کورنیو او بهرنیو فلمونو لپاره جایزې وټاکي.

د افغانستان سینمايي کلپ راتلونکي اوونۍ د یوناما، کابل کې د هندوستان سفارت، افغان فلم او یو شمېر نورو مرکزونو په مرسته، کابل او بامیانو کې د بشري حقونو اړوند فلمونو نړیوال فېسټوال جوړوي.

دغه فېسټوال به تر ۵ ورځو پورې دوام وکړي او د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو به په کې ۶۵ فلمونه نندارې ته وړاندې شي.

د فېسټوال په پائ کې به ۸ فلم جوړوونکو ته د بشري حقونو اېوارډونه او نغدې جایزې ورکړل شي.

دغه فلمونه چې په پام کې ده نندارې ته وړاندې شي، موضوع یې بشري حقونه دي او د اوږدو، لنډو او مستندو فلمونو په بڼه به نندارې ته وړاندې شي.

د دغه فېسټوال له تنظیموونکو څخه دیانا ثاقب د فېسټوال د چمتووالي په اړه ویل:

"په ټوله کې فلمونه ملي او نړیوالې سیالۍ ته وړاندې کېږي. په ملي کچه کورني فلمونه سیالۍ ته وړاندې کېږي چې دغه فلمونه داستاني مستند اوږده او لنډ فلمونه دي. دا فلمونه هر یو په خپله کچه له یوه بل سره سیالي کوي او په هره ډله کې موږ یوه جایزه په پام کې نیولې ده. مستند فلمونه په خپلو کې سیالي کوي او داستاني په خپلو کې. په نړیواله برخه کې هم همدغه خبره ده. خو د محصلینو په برخه کې چې سږ کال رامنځ ته شوې، ښايي د محصلینو فلمونه له نورو سره سیالي و نه شي کړای، خو دا برخه د هغوی د هڅونې لپاره زیاته شوې چې په کې به درې فلمونه سیالۍ ته ووځي."

په پام کې ده، د فېسټوال په بهیر کې به فلمونه، په پارک سینما، استقلال لیسه او یو شمېر نورو مرکزونو کې نندارې ته وړاندې شي.

دا د بشري حقونو موضوع اړوند دویم فلم فېسټوال دی چې افغانستان کې تر سره کېږي.

د دغې لړې لومړی فېسټوال دوه کاله مخکې کابل او مزارشریف کې تر سره شو.

ورته مطالب