سياف د ولسمشرۍ لپاره له ولسي جرګې استعفا وکړه

سياف
Image caption راپورونه وايي چې ښاغلي سياف محمد اسمعيل خپل لومړی مرستيال معرفي کړی

د افغانستان د ولسي جرګې غړي عبدالرب رسول سياف د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د د درېدو لپاره رسمآ د ولسي جرګې له غړيتوبه استعفا وکړه.

ښاغلي سياف له رسنيو سره په خبرو کې د اوبو او برېښنا وزير محمد اسمعيل خپل لومړی مرستيال غوره کړی دی.

ده ويلي چې د خپل دويم مرستيال د غوره کولو لپاره له بېلابېلو سياسي ډلو سره په چنو وهلو بوخت دی.

ښاغلی سياف چې جهادي مشر دی او د هېواد په مهمو پرېکړو کې ورسره سلا مشورې کېږي په تېرو دوو دورو کې د ولسي جرګې غړی و.

که څه هم عبدالرب رسول سياف د ولسي جرګې د دويمې دورې په پيل کې جرګې ته ورته، خو وروسته د امنيتي ننګونو له امله جرګې ته ډېر لږ ورته.

ښاغلي سياف نن په ولسي جرګه کې د خپلې غير حاضرۍ له امله هم بښنه وغوښته.

عبدالرب رسول سياف ته وروسته له هغه امنيتي ګواښونه زيات شول، چې تېر کال يې د وسله والو طالبانو پر وړاندې تنده ژبه وکاروله او د هغوی له لوري پيل شوې جګړه او ځانمرګي بريدونه يې ناروا وبلل.

دی چې نن چارشنبه ( اکتوبر، ۲مه) ولسي جرګې ته ورغلی و، په خپله لنډه وينا کې د جرګې له غړيتوبه د استعفا ورکولو ترڅنګ وويل چې ځان يې ولسمشرۍ ته کانديد کړی:

(( دوستانو وضعيت داسې یوه بريد ته رسېدلی، چې زما په څېر يو ناتوانه او کمزوری سړی هم د دې فرصت پيدا کوي چې ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړي. که نه زه د دې مقام وړ نه يم.))

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نوم ليکنې بهير د سنبلې په ۲۵مه پيل او د بهير پای ته اوس يوازې څلور ورځې پاتې دي.

تر اوسه دوو نوماندانو، بسم الله شېر او عبدالله عبدالله په رسمي ډول ځانونه د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره ثبت کړي دي.

پر همدې مهال د ولسمشر کرزي ورور، قيوم کرزي او د اسلامي ګوند يوه غړي قريب الرحمن سعيد هم رسنيو ته تاييد کړې چې د ولسمشرۍ لپاره نوماندان دي.

دوی وايي ډېر ژر به د ټاکنو له کمېسيون سره ځان ثبت کړي.

ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۳ لمريز کال د وري په ۱۶مه وشي.

ورته مطالب