افغانستان کې امریکايي مرستې څرنګه په بډو وهل کېږي

Image caption دوی په دغو پيسو له لوريو لارو لاندې د اوبو تېرېدو هغه ۲۵۰ واړه سوري پټول چې معمولاً وسله وال ترې لاندې ماينونه ږدي.

د افغانستان د بيارغونې په اړه د امريکا د څارونکې ځانګړې ادارې رسوایۍ په وروستيو مياشتو کې خبر جوړوونکې شوې دي.

د دغې ادارې مشر پخوانی امريکايی مدافع وکيل، جان سوپکو تېر کال د امريکا د حکومت له لوري د لګول شويو مرستو د بهير د څارونکي په توګه ګومارلی دی.

ده د خپل کار له لومړيو تر اوسه په افغانستان کې د مرستو د بېځايه لګولو په تړاو څو راپورونه خپاره کړې دي.

جان سوپکو او خطرناکه دنده

جان سوپکو هغه تجربه لرونکی مدافع وکيل دی، چې په ۱۹۸۰يمو کلونو کې يې په امريکا کې له مافيا سره د مبارزې په لار کې شهرت پيدا کړ.

دی اوس په افغانستان کې له خطره ډک ماموريت پر غاړه لري او دنده يې دا ده چې په دغه هېواد کې د امريکا د لګول شويو مرسته څېړنه وکړي.

د افغانستان پر بیا رغونې د څار ځانګړې امریکايي ادارې يا 'سيګار' مشر جان سوپکو يوازې په تېر جولای مياشت کې د فساد په اړه اته راپورونه خپاره کړل.

د ښوونځيو او نورو عامه ودانيو بې کيفيته جوړول او د افغان قاضيانو د رزونې په پروژو کې فساد د ده د راپورونو بېلګې دي.

سيګار په افغانستان کې د امريکايانو له لوري پلې شوې پروژې هم څاري.

د دغه بنسټ په يوه تازه راپور کې د هلمند په ولايت کې د امريکا د پوځ له لوري د ۳۴ ميليونه ډالرو د لګښت په اړه جزييات خپاره شول.

د سيګار په راپور کې راغلي دي چې د امريکا پوځ په هلمند کې پر يوې پوځي اډې د دغو پيسو له لګولو وړاندې په دې پوهېده، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته دې اډې ته اړتيا نه شته.

ښاغلي سوپکو بي بي سي ته وويل چې د دوی د راپورونو سره سره، لا هم پر دغې پروژې کار روان دی.

دی وايي کله چې کار پيلوي، ډېره ګرانه ده ورته چې بېرته يې ودروي:

''خو اوس موږ تحقيق کوو چې ولې د امريکايي ځايي قومندان د ټينګار سره سره، دوی د دغې اډې کار ته دوام ورکړی دی؟''

د افغانانو شکايتونو ته رسېدل

د ښاغلي جان سوپکو د دفتر رسمي وېبپاڼه، د يوه پيغام اخيستونکي کرښې لرونکې ده، چې افغانان کولی شي هلته پخپله ژبه شکايت ثبت کړي.

په دغه کار کې افغانانو ته ونډې ورکولو پايله ورکړې او تر اوسه څو دوسيې د همدغو شکايتونو پر بنسټ جوړې شوې دي.

د بېلګې په ډول، د سپټمبر په مياشت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يو کارکوونکی په افغانستان کې له يوه چارواکي په غير قانوني ډول د ۳۰زره ډالرو اخيستو له امله تورن او پړ وپېژندل شو.

د بډو اخيستو په اړه دغه معلومات د همدې پيغام اخيستونکي خط پر مټ ترلاسه شوي دي.

Image caption د سیګار فعاليتونه په افغانستان کې د بيارغونې د ښه کېدو لپاره اغيزمن دي.

يوه بله پېښه چې د ښاغلي سوپکو له لوري يې پلټنه شوې، د سړک د غاړې بمونو پر وړاندې د مخکې له مخکې ګامونو اخيستو په قرارداد کې د لږترلږه يو ميليون ډالرو غلا ده.

په دغه پروژه کې، افغاني بنسټونو چې د قرارداد دويم لاس دي له امريکايانو پيسې اخيستې دي.

دوی په دغو پيسو له لوريو لارو لاندې د اوبو تېرېدو هغه ۲۵۰ واړه سوري پټول چې معمولاً وسله وال ترې لاندې ماينونه ږدي.

خو دی وايي تر اوسه پورې دغه کار نه دی شوی.

''موضوع يوازې د پيسو د بېځايه مصرفېدو نه ده. یوازې د ماليه ورکوونکو د پيسو بېځايه تلل نه دي او يا دا چې د دغو پيسو يوه برخه قرارداديان وهي. فساد، وژونکی دی! د پيسو بېځايه تلل او غير معياري ودانۍ جوړول، وژونکې دي. دا کولی شي امريکايان ووژني او يا نړيوال ايتلافي ځواکونه او يا پوځي او يا ملکيان افغانان ووژني''.

د سيګار راپورونو ته د امريکا پام

دا روښانه ده چې د امريکا پوځي چارواکي نه غواړي، تل د ښاغلي سوپکو نيوکې واوري.

ښاغلی سوپکو وايي ۴۳ هغه وړانديزونه يې د کار په لومړيو کې د پوځ له لوري رد شوي، چې موخه يې د امريکا سرچينو ته د وسله والو د لاسرسي مخنيوی و.

خو د امريکا د دفاع وزارت بي بي سي ته ويلي چې د ښاغلي سوپکو تحقيقات ډېر جدي نيسي.

د پنټاګون په يوه اعلاميه کې راغلي چې په هلمند کې د قومندې د مرکز قضيه لا هم تر ارزونې لاندې ده.

ښاغلی سوپکو په افغانستان کې د شوې بيارغونې په اړه راضي نه دی، او په دې برخه کې برياليتوبونه ډېر کم بولي.

Image caption ښاغلی سوپکو په افغانستان کې د شوې بيارغونې په اړه راضي نه دی، او په دې برخه کې برياليتوبونه ډېر کم بولي.

دی وايي: ''موږ واقعاً د ناکاميو له امله اندېښمن يو. څو مياشتې وړاندې مې د کورنيو چارو او دفاع وزيرانو او د امريکا د پرمختيايي ادارې مشر ته ليک وليکه او ترې ومې غوښتل يوازې د لسو برياليو پروژو نومونه واخلي''.

د سیګار فعاليتونه په افغانستان کې د بيارغونې د ښه کېدو لپاره اغيزمن دي.

د اګست په مياشت کې سیګار بريالی شو، چې د يوه افغان قراردادي بانکي حسابونه وتړي، چې غوښتل يې ۷۷ ميليونه ډالره ووهي.

د دغې قضيې په اړه پلټنې لا هم روانې دي.

جان سوپکو د پلازمېنې واشنګنټن په څنډو کې د خپل کار په دفتر کې د افغانستان يوه لويه نقشه لري، چې وکړای شي له دې لارې په افغانستان کې د خپلو کارکوونکو د کار مسير تر نظر لاندې ولري.

دی ۱۸۰ کارکوونکي لري چې ۵۰ کسه يې په افغانستان کې تحقيق کوي.

ورته مطالب