پاکستان د استرالیايي سرتېرو 'افغان قاتل' نیولی

Image caption د بي بي سي یان دونیسن په سیډني کې ویلي، د استرالیا پوځ وايي، له پاکستاني استخباراتي ادارې سره یو ځای پر دې کار کوي، چې دا کس چا نیولی.

د استرالیا پوځ وايي د افغان پوځ یو پخوانی افسر چې ویل کیږي تېر کال یې په افغانستان کې درې استرالیايي سرتېري وژلي وو نیول شوی دی.

د استرالیايي چارواکو په وینا دغه افسر چې د حکمت الله په نوم په پېژندل کیږي په پاکستان کې د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا د کال په سر کې نیول شوی دی.

وروسته تر هغه چې نیول شوی کس افغانستان ته ولېږدول شو نو ایله اوس یې د نیولو اعلان شوی دی.

پر هغه تور دی چې د تېر کال په اګسټ کې یې په یوې اډې کې هغه مهال درې استرالیايي سرتېري ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل چې د استراحت په حال کې وو. اټکل دی چې هغه د وژنې په تور محاکمې سره مخامخ شي.

ویل کېږي، چې حکمت الله د افغان پوځ مخکنی سرتېری دی، چې د د تېر ۲۰۱۲ اګست کې پر بهرنیو ځواکونو برید تورن شوی.

د استرالیا پوځ وايي، نوموړی په تېره فبرورۍ کې پاکستان کې ونیول شو، او اوس افغان چارواکو ته سپارل شوی.

استرالیايي پوځيان افغانستان کې د ناټو د ملاتړو سرتېرو دنده مخته وړي.

د استرالیا د دفاعي پوځ مشر ډېوېډ هرلي خبریالانو ته وویل: "د روان کال فبرورۍ کې، رسماً استرالیا ته حکمت الله د نیولو خبر ورکړ".

د بي بي سي یان دونیسن په سیډني کې ویلي، د استرالیا پوځ وايي، له پاکستاني استخباراتي ادارې سره یو ځای پر دې کار کوي، چې دا کس چا نیولی.

له ۲۰۰۲ کال راهیسې، افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د ماموریت پرمهال د دغه هېواد ۳۸ سرتېري وژل شوي.

استرالیا ویلي، زیاتره سرتېري به یې د روان ۲۰۱۳ کال ترپایه خپل هېواد ته ستانه شي او د اروزګان ترینکوټ ته څېرمه به خپله پوځي اډه وتړي.

ورته مطالب