ګل اغا شیرزي ولسمشرۍ ته ولایت پرېښود

ګل اغا شیرزی
Image caption ګل اغا شیرزی د ۲۰۰۴ کال راهيسې د ننګرهار والي و، تر دې وړاندې د ولسمشر کرزي سلاکار، د ټولګټو او ښار جوړونې وزیر هم پاتې شوی دی.

د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي له خپلې دندې استعفا وکړه او غواړي چې راتلونکو ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته ودریږي.

ښاغلي شیرزي بي بي سي ته وویل، لکه څنګه چې نوم مې بلدوزر دی د بلدوزر په شان به کار وکړم او دا به خپل ولس ته هم په ثبوت ورسوم.

ګل اغا شیرزی وايي که بریالی شو، ښه حکومتوالي، د سولې ټېنګښت او بیارغنیزو چارو چټکول به یې د حکومت مهم کارونه وي.

ټاکل شوې چې نوموړی په راتلونکو څو ورځو کې خپل دوه مرستیالان هم غوره او رسماً د افغانستان د انتخاباتو لپاره نوملیکنه وکړي.

ګل اغا شیرزی وايي د ولسونو، مدني ټولنو او ځوانانو یو شمېر استازو هڅولی، چې ولسمشریزو ټاکنو ته ودرېږي.

دی ډاډه دی چې په روانو ټاکنو به د ولسونو له کلک ملاتړه برخمن وي.

خپلواک کاندید

ښاغلي شیرزي د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې د ښاغلي کرزي له ممکنه انتخاباتي ډلې سره و نه درېد، وویل چې ولسمشر کرزی یې مشر دی او مشر به یې وي، خو غواړي چې په ټاکنو کې د یوه خپلواک کاندید په توګه رادبره شي.

ګل اغا شیرزی په ۲۰۰۹ کال کې هم پتېیلې وه چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته ودرېږي خو له ولسمشر کرزي سره له لیدو کاتو وروسته له خپلې پرېکړې په شا شو، اوس هم دا سې ویل کیږي چې نوموړي ټاکنو ته د درېدو تر اعلان د مخه له ولسمشر کرزي سره لیدلي، خو ده په خپله د دغې ناستې ډېر جزییات ورنه کړل.

په ۲۰۰۲ کال کې د کندهار والي و چې د خلکو تر یو لړ نیوکو ورسته له دندې لېرې کړل شو، او یوسف پښتون یې ځای ناستی وټاکل شو.

څومره چې د ولسمشریزو ټاکنو ته د نوم لیکنې نېټې ته ورځې لنډیږي، داسې ښکاري چې د کاندیدانو منډو ترړو هم زور اخیستی دی، تر اوسه یوازې دوو کسانو په رسمي ډول ځانونه د ولسمشرۍ راتلونکو څوکیو ته کاندیدان کړي چې یوې بسم الله شیر او دویم یې عبدالله عبدالله دی، ښاغلی عبدالله په تېرو ټاکنو په ولسمشر کرزي پسې تر ټولو ډېرې رایي وړې وي.

د یو شمېر نورو مهمو سیاسي او جهادي څېرو لکه اشرف غني احمدزی او عبد رب الرسول سیاف د کاندیدېدو ګنګوسې هم روانې، چې ښايي په راتلونکو څلورو وروځو کې یانې تر را روانې یکشنبې(۶/۱۰) پورې چې د کاندیدانو د نوملیکنې وروستۍ ورځ ده څه روښانه شي.

ورته مطالب