امریکا کابل ته وايي القاعده لا هم شته، عملیات به وي

ولسمشر کرزی
Image caption ولسمشر کرزي د بهرني تیري پر تعریف هم قومي مشرانو ته وویل چې کابل او واشنګټن پرې جوړ نه دي

د افغانستان او متحدو ایالاتو ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون خبرې چې ظاهراً ځنډول شوې وې د چارواکو په وینا داسې پړاو ته رسېدلي چې نور ولسمشر کرزی په کې مخامخ پرېکړه کوي.

د افغان لورې لپاره لا هم لانجمن توری د ''بهرني تېري'' تعریف او له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان پر خاوره د امریکايي ځواکونو د کار څرنګوالی دی.

کابل ته امریکايي چارواکو ویلي چې په افغانستان کې لا هم د القاعدې ۷۵ فعال شته چې د هغو پر ضد باید د دوی ځواکونه خپلو عملیاتو، پلټنو او نیونو ته دوام ورکړي.

خو ولسمشر کرزی له ۲۰۱۴ کال وروسته دغه چاره غوره نه بولي.

له قومي مشرانو سره د خبرو پر مهال ولسمشر کرزي وویل:

د جګړې په نامه

''امریکا غواړي خپلو نظامي عملیاتو ته دلته د القاعدې او پر هغې پورې له تړلو ډلو سره د جګړې په نامه، ادامه ورکړي خو موږ دا هم د خپل ملي حاکمیت سره په ټکر کې ګڼو او د دغو عملیاتو په نتیجه کې د ملکي تلفاتو او زموږ د بېګناه عامو وګړو ځورېدل موږ ته د منلو وړ نه دي''.

ولسمشر کرزي د بهرني تیري پر تعریف هم قومي مشرانو ته وویل چې کابل او واشنګټن پرې جوړ نه دي:

Image caption د افغان لورې لپاره لا هم لانجمن توری د ''بهرني تېري'' تعریف او له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان پر خاوره د امریکايي ځواکونو د کار څرنګوالی دی.

''موږ له امریکایي لوري سره په مذاکراتو کې د بهرني تیري د تعریف په هکله په خبرو بوخت یو. دا ځکه چې ممکنه نه ده چې یو هېواد پر افغانستان ښکاره پوځي یرغل وکړي، بلکې لکه اوس به زموږ په جامه کې تروریستان راولیږي او دلته به پرې خلک ووژني، نو که امریکا دغه ډول تروریستي عمل ته تیری ونه وایي او د هغه پر وړاندې زموږ ملاتړ ونه کړي نو اډې به یې دلته څه مفهوم ولري؟''

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي د بي بي سي له پښتو وېبپاڼې سره د خبرو پر وخت وویل چې افغانستان ته د متحدو ایالاتو غوندې له یوه نړیوال ځواک سره تړون مهم دی خو باید بیړه په کې ونه شي او افغان ګټې په کې خوندي وي.

د متحدو ایالاتو چارواکو پخوا تل ویلي و چې د اکتوبر تر میاشتې باید دغه تړون لاسلیک شي.

ویل کیږي چې ډير ژر به د ولسمشر اوباما او ولسمشر کرزي ترمنځ پر دغه تړون تیلېفوني خبرې کېږي.

افغان غاړه وايي چې که د خبرو پایله هر څه وه کابل به لویه جرګه راغواړي چې پر دغه تړون د دوی په وینا ولس خبرې وکړي

ورته مطالب