ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي کار ته چمتو دي

Image caption شکایتونو کمېسيون وايي عادي خلک او هر حقوقي بنسټ که له کانديدانو شکايت لري کولی شي د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ورشي.

د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو اورېدو کمېسيون وايي سره له دې چې دغه کمېسيون ناوخته په کار پيل کړی، خو د ټولو انتخاباتي شکايتونو څېړلو ته چمتو دی.

د دغه کمېسيون چارواکو په کابل کې وويل چې انتخاباتي سرغړونو ته د رسېدو لپاره يې د ټاکنو له خپلواک کمېسيون نه مرسته غوښتې ده.

دغه کمېسيون بايد د لړم تر اتلسمې ټول ټاکنيز شکايتونه وڅېړي.

د ټاکنيز مهالوېش له مخې د نوماندانو وروستی نوملړ د لړم مياشتې په ۲۵مه خپرېږي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو نوم ليکنه تر راتلونکو څلورو ورځو پای ته رسېږي او د شکايتونو د اورېدو کمېسيون رسمآ خپل کار پيلوي.

د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون په کابل کې خبريالانو ته وويل، دا چې د دغه کمېسيون غړي ناوخته وټاکل شول، دوی تر يوه بريده په خپلو کارونو کې وروسته پاتې دي.

خو دغه بنسټ ډاډ ورکوي چې ټولو هغو شکايتونو ته به ځان ورسوي، چې د ټاکنيزو سرغړونو په اړه ورته کېږي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند نادر محسني وايي، تر هغه چې يې په ولايتونو کې په بشپړ ډول دفترونه پرانستل کېږي، ولايتي شکايتونه د ټاکنو کمېسيون له دفترونو ترلاسه کوي:

"موږ د هغه تفاهم ليک له مخې چې د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره کړی په ولايتونو کې د ولايتي شوراګانو د نوماندانو په اړه شکايتونه، د ټاکنو کمېسيون له لارې ترلاسه کوو. د موافقې له مخې د ټاکنو کمېسيون يو شمېر کارکوونکي د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون سره خدمتي کار کوي او يوازې شکايتونه ثبتوي او د څېړلو لپاره يې مرکز ته استوي."

د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون دنده لري چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو له نوم ليکنې وروسته د دوی په اړه کېدونکي شکايتونه وڅېړي.

دغه کمېسيون وايي عادي خلک او هر حقوقي بنسټ که له کانديدانو شکايت لري کولی شي د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ورشي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره د نوم ليکنې موده تر راتلونکو څلورو ورځو پای ته رسېږي او د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون کار رسمآ پيلېږي.

ورته مطالب