افغانستان د کرېکټ نړیوال جام په دروازه کې

افغان کرېکټ لوبډله
Image caption افغانستان تر دې وړاندې کېنیا ته په شل اووريزه او يو ورځنۍ سياليو کې ماتې ورکړې

افغان کریکټ لوبډله ښايي سبا جمعه د (اکتوبر، ۱۰مه) د کینیا په وړاندې خپله یوه تر ټولو مهمه لوبه وکړي، چې په بري سره یې له شک پرته افغانستان د ۲۰۱۵ نړیوال جام ته مخامخ لار پيدا کوي.

افغانستان په تېره یوه اوونۍ کې دوه وارې کینیا ماته کړه چې یوه یې په ۲۰ اووريزه او بله یې په نړیوالې یوې ورځنۍ لوبه کې و، ښايي دغه بري د افغان لوبغاړو مورال لا پسې لوړ کړی دی، خو ښايي افغان لوبغاړي ۲۰۱۵ کال ته نړیوال جام ته د رسېدو له اړخه یو ډول نه یو ډول روحي فشار احساس کړي.

که د افغانستان او کینیا د تېرې اوونۍ لوبې وارزول شي، ښايي افغانستان د متحدو عربو اماراتو په شارجه لوبغالي کې یو بل تاریخ جوړ کړي، داسې چې کینیا ته به په دویمه یوه نړیواله ورځنۍ لوبه کې هم په اسانه ماتې ورکړي.

د دغې لوبې په تړاو پر کورنیو مطبوعاتو سربېره، ځینو نړیوالو رسنیو هم ځای ورکړی دی.

د کریکټ یوې مشهورې ویبپاڼې (کریک انفو) په خپل لومړي مخ کې لیکلي (افغانستان نړیوال جام ته یو بل ګام هم ور نژدې شو).

د ګاونډي پاکستان مشهورې اردو ژبې ایکسپرس ورځپاڼې د افغان لوبغاړو یو غټ تصویر خپور کړی او لیکلې دي "افغانان د نړیوال جام په دهلیز کې".

کور د ننه بیا په تلویزونونو، راډیوګانو، ټولنیزو شبکو او ویبپاڼو کې د کنییا پر وړاندې پرونی بری په پراخ ډول ستایل شوی او سبانۍ لوبه د افغانستان لپاره ډېره مهمه او تاریخ جوړونکې بلل شوې ده.

پر دې سربېره، په خپله یو شمېر افغان لوبغاړو هم پر خپلو ټولنیزو شبکو له هېوادوالو د دوعاوو هیله کړې ده.

د افغان ملي لوبډلې کپتان محمد نبي پر فیسبوک له خپلو مینوالو او هېوادوالو غوښتي چې د سبانۍ لوبې لپاره ورته دوعاووې وکړي. همدغه راز افغان تیز توپ اچونکي حمید حسن هم پر خپل فیسبوک پاڼې له هیوادوالو غوښتې چې په خپلو دوعاګانو کې یې هېر نه کړي.

جام ته يو ګام

پر افغان لوبغاړو سربېره ځینو نورو افغانانو هم له کینيا سره د سبانۍ لوبې د بري هیلې او دوعاوې کړي دي.

Image caption خلک وايي که افغانان لوبه وګټي دوی به يې په اټنونو ولمانځي

د افغان کریکټ ټیم پر فیسبوک پاڼې لیکل شوي " نړیوال جامه، یوازې یو بل ګام دی، چې در ورسیږو".

رحیم ګل څاروان بیا هیله څرګنده کړې چې افغانستان به سبانۍ لوبه ګټي او "د هېواد په ټولو برخو کې به خلک د خوښې اوښکې تویوي، نڅاوې او لمانځنې به کوي".

د افغانستان د کریکټ یوه پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد پر خپل فیسبوک پاڼې له لوبغاړو غوښتي چې په پروني بري غره نه شﺉ او سبانۍ لوبه کې له ډېر احتیاط او پام څخه کار واخلﺉ.

نظیم عبدالرحیمزي پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي "که افغانان سبانۍ لوبه وګټي دوی به په کابل کې ښارې جشنونه وکړي".

پر یوې شمېر عادي افغانانو سربېره، ځینو افغان سیاستوالو هم پر خپلو ټولنیزو پاڼو د سبانۍ لوبې د بري دوعاوې کړي او د تېرې ورځې د بریالیتوب مبارکۍ یې ورکړي دي.

د لوبې کریکټ کلپ بیا پر لوبغاړو غږ کړی چې ساحل ته په رسېدو بېړه ونه کړي:

ساحل نږدې ښکاره شو پام چې نشې مطمین

اکثره بېړۍ ډوبې شي ساحل سره نژدې

ورته مطالب