دايکندي کې د ښځو پر وړاندې زورزياتی ډېر شوی

Image caption د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ښځو سره د زورزیاتي ۲۲۴ پېښې ثبت شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دایکندي ولایت کې له ښځو سره د زورزیاتي د ۱۶۳ سلنه زیاتوالي اندېښنه ښوولې.

نور محمد سعيد په خپل راپور کې کاږي، دغه کمېسیون په سیمه کې له سزا نه د مجرمینو خوندیتوب د زورزیاتي د ډېروالي لامل بولي او له عدلي او قضايي ارګانونو غواړي، چې جدي توجه وکړي.

د افغانستان په مرکزي ولايت دایکندي کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر وايي، د روان هجري شمسي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ښځو سره د زورزیاتي ۲۲۴ پېښې ثبت شوې دي، چې د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله ۱۶۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغه دفتر رییس محمد جواد داګر وايي په دې لړ کې ۲۱ پېښې د ځانوژنې او ځانوژنې د اقدامونو دي.

د نوموړي په وینا پاتې نور موارد د جنسي تیري، وهلو ډبولو، په زورو او یا کم عمرۍ کې د ودولو او د تعلیم له حق نه د ښځو او نجونو د محرومیت اړوند دي.

کمزوری حاکميت

د دغه دفتر مسوولین وايي، بیوزلي، عدالت ته د ښځو نه لاسرسی او له سزا نه د مجرمینو خوندیتوب له ښځو سره د زور زیاتي پېښو د ډېرېدو لاملونه دي.

د دغه دفتر مسوولین وايي، په ډېری مواردو کې د ناتوانه حاکمیت له کبله له ښځو سره د زورزیاتي عاملین د قانون له منګولو خلاصیږي.

له ښځو سره د زور زیاتي په باب په داسې حال کې رپوټونه ورکول کېږي، چې په تېره یوه لسیزه کې افغان دولت د نړیوالې ټولنې او مېرمنو د حقونو ځینو موسسو په مرسته، له ښځو سره د زور زیاتي پېښو په لړ کې هڅې کړې، چې په ظاهره بې پایلې معلومیږي.

افغان دولت له ښځو سره د زورزیاتي مخنیوي لړ کې قانون هم جوړ کړ او پنځه میاشتې مخکې ولسي جرګې ته د تصویب لپاره ولېږل شو، خو د یو شمېر استازو د مخالفت له کبله تصویب نه شو او تر اوسه هم د تصویب په اتنظار پروت دی.

ورته مطالب