"قابلو د ميندواره ميندو مړينې کچه ښکته کړې ده"

قابله
Image caption ځايي خلک وايي په لرې پرتو ناامنه سیمو کې د قابلو روغتیايي خدمتونه د ډاډ وړ دي

د افغانستان عامي روغتیا وزارت چارواکي وايي، لرې پرتو سیمو ته د روزل شویو قابلو له لېږلو سره، هغو سیمو کې د مېندوارو مېرمنو په مړینه کې خورا څرګند لږوالی راغلی.

نور محمد سعيد په خپل راپور کې وايي، میدان وردګو ولایت کې تر۲۰ ډېرو قابلو له دوه کلنې روزنې وروسته د یاد ولایت په بېلو سیمو کې فعالیت پیل کړی.

ځايي خلک وايي په لرې پرتو ناامنه سیمو کې د قابلو روغتیايي خدمتونه د ډاډ وړ دي.

په میدان ورګو ولایت کې ۲۴ قابلې فارغې شوې او ډېری به يې په لرې پرتو سیمو کې خدمت کوي.

د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ځايي خلک وايي، که څه هم په ښارونو او ولایتي مرکزونو کې د مېرمنو او ماشومانو لپاره روغتیايي اسانتیاوو ته تر څه حده لاسرسی شته، خو په لرې پرتو او ناامنو سیمو کې لا هم په ځانګړې توګه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ګران دی.

په میدان وردګو ولایت کې د روغتیا پروګرام مشره ډاکټره کامله ساییر مني، چې اړتیاوو ته په کتو سره د روغتیا پالانو او قابلو اوسنی شمېر د ډاډ وړ نه دی، خو د نوموړې په وینا اوسنې فارغې شوې قابلې به لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ولېږلې شې، چې ډېره اړتیا ورته لېدله کېږي.

که څه هم د افغانستان د عامي روغتیا وزارت چارواکو د ټول افغانستان په کچه د مېندوارو مېندو او ماشومانو د مړینې کره شمېرې را نه کړې، خو په وینا یې د قابلو شمېر زیاتېدو سره په لرې پرتو سیمو کې، چې ډېری اوسېدونکي یې روغتیايي خدمتونو ته ډېر لږ لاسرسی لري، د مېندوارو مېندو او ماشومانو روغتیايي وضعیت ښه شوی دی.

که څه هم افغان چارواکي، د روغتیا په برخه کې تر څه حده په کلیوالو سیمو کې د قابلو له خدمتونو راضي بریښي، خو لا هم افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په لومړي کتار کې ځای لري، چې د ناامنیو، بې سوادۍ او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسی له کبله، د مېندوارو مېرمنو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه په کې تر خواشینونکي حده لوړه ده.

ورته مطالب