عبدالرب رسول سياف ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړ

سياف او پلويان
Image caption ښاغلي سياف، محمد اسمعیل او عبدالوهاب عرفان د مرستيالانو په توګه معرفي کړي

د افغانستان د ولسي جرګې غړي او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سياف د ۱۳۹۳ لمريز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د سيالۍ لپاره د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره ځان ثبت کړ.

ښاغلي سياف خپل لومړی مرستيال پخوانی جهادي قومندان او د اوبو او برېښنا وزیر محمد اسعمیل او دويم مرستيال د مشرانو جرګې غړی مولوي عبدالوهاب عرفان معرفي کړي.

عبدالوهاب عرفان په مشرانو جرګه کې د تخار ولايت استازی دی چې په قوم اوزبيک دی.

مخکې تر دې داسې راپورونه و، چې ګواکې ښاغلی عرفان د اسلامي جنبش له لوري معرفي شوی، خو جنبش ته يوې نژدې سرچينې ويلي، چې دوی له عبدالوهاب عرفان نه ملاتړ، نه کوي.

د بي بی سي خبريال سميع الله موسی زی وايي له ښاغلي سياف سره د ملي شورا د دواړو جرګو د مشرانو په ګډون لسګونه کسان د ملاتړ په توګه کمېسيون ته ورغلي دي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار، د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي، د ولسي جرګې يو شمېر نور غړي او جهادي قومندانان د ده په ملاتړ د ټاکنو کمېسيون ته ورغلي.

عبدالرب رسول سياف د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د د درېدو لپاره تېره ورځ رسمآ د ولسي جرګې له غړيتوبه استعفا وکړه.

ښاغلی سياف چې جهادي مشر دی او د هېواد په مهمو پرېکړو کې ولسمشر حامد کرزي ورسره سلا مشورې کولې، په تېرو دوو دورو کې د ولسي جرګې غړی و.

ده تېره ورځ ولسي جرګې ته وويل: "دوستانو وضعيت داسې یوه بريد ته رسېدلی، چې زما په څېر يو ناتوانه او کمزوری سړی هم د دې فرصت پيدا کوي چې ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړي. که نه زه د دې مقام وړ نه يم."

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نوم ليکنې بهير د سنبلې په ۲۵مه پيل او د بهير پای ته اوس يوازې څلور ورځې پاتې دي.

فضل کريم نجیمي

تر ښاغلي سياف وړاندې د ولسمشرۍ لپاره يو بل کانديد فضل کریم نجیمي، چې تر ډېره يې په رسنيو کې نوم نه دی اورېدل شوی د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورغلی و، او نوم يې ولیکه.

ښاغلي نجیمي له دې مخکې د کرنې او مالداری او د کلیو د پراختیا او بیا رغونې په وزارتونو کې د سلاکار په توګه دنده تر سره کړې ده.

د راپورونو له مخې د ښاغلي نجیمي مرستیالان صابر تمکين او سوسن حاجتي پيژندل شوي دي.

تر اوسه د عبدالرب رسول سياف په ګډون څلورو کسانو په رسمي ډول ځانونه د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره ثبت کړي دي.

بسم الله شېر، عبدالله عبدالله، فضل کريم نجیمي او عبدالرب رسول سياف هغه کسان دي چې تر اوسه يې په رسمي ډول ځانونه د ولسمشرۍ سياليو لپاره نومولي دي.

پر همدې مهال ګل اغا شيرزي، د سردار محمد نعیم لمسي، سردار محمد نادر، د ولسمشر کرزي ورور، قيوم کرزي او د اسلامي ګوند يوه غړي قطب الدین هلال هم رسنيو ته تاييد کړې چې د ولسمشرۍ لپاره نوماندان دي.

ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۳ لمريز کال د وري په ۱۶مه وشي.

ورته مطالب