د برتانيا سفير: ټاکنو کې د خلکو ګډون او امنيت مهم دي

Image caption ښاغلی سټک وايي برتانیا له پاکستان او افغانستان سره مرسته کوي، چې خپلمنځي ستونزې اوارې کړي

په افغانستان کې د برتانیا سفیر ریچارډ سټګ وايي، د راتلونکو ټاکنو په اوږدو کې د امنیت ټینګول او د خلکو پراخ ګډون هغه مهم ټکي دي چې افغان حکومت باید ورته زمینه برابره کړي.

نوموړی د ټاکنو پیل شوي پړاوونه یو فعال او پرمختلونکی بهیر بولي. دی په دغو ټاکنو کې د مېرمنو او ځوانانو پراخ ګډون ډېر اړین بولي.

نوموړی همدراز وايي، چې په افغان سولې بهیر کې د پاکستان رول ډېر مهم دی.

دی وایي، برتانیا له پاکستان او افغانستان سره مرسته کوي، چې خپلمنځي ستونزې اوارې کړي او د سولې په راوستو کې له یوه بل سره مرسته وکړي.

نوموړي همدراز ژمنتیا وښوده چې برتانیا به له افغانستان سره خپلې اقتصادي مرستې روانې وساتي.

د برتانیې سفیر دغه څرګندونې په کابل کې د بي بي سي دفتر له مشرې مینې بکتاش سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي، چې ګلستان شینواري یې پر بنسټ دا رپوټ چمتو کړی دی.

په کابل کې د برتانیا سفیر ریچارډ سټګ د مرکې په پیل کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دی دې ته اندېښمن دی چې په افغانستان د نړیوالې ټولنې له دولس کلن شتون او میلیونونو ډالرو وروسته سیاسي ډلې او څېرې د راتلونکو ټاکنو په اړه یو له بل سره د تګلارو او پروګرامونو پر ځای د شخصیتونو او قومي ترکیبونو په تړاو په ناندریو او جوړجاړیو بوخت دي، ده داسې وویل:

"زما په نظر د خلکو په منځ کې په دې اړه تاوده بحثونه روان دي. دوی په دې اړه له یوه بل سره خبرې کوي، چې څوک یې باید راتلونکی ولسمشر شي، د دوی ولسمشر باید څه ډول ډله ولري. دا یو ډېر فعال او خوځنده بهیر ښکاري. زه فکر نه کوم چې موږ اوس د څو کاله مخکې په څېر له یوه مخکې له مخکې مالومې پایلې سره مخامخ یو".

نوموړي همدراز زیاته کړه، چې سیاسي ډلې هم د راتلونکي په اړه له ځانه سره طرحې او پلانونه لري او په دې غور کوي، چې د هېواد راتلونکی حکومت باید څه ډول فعالیت وکړي:

"دلته داسې سیاسي ګوندونه شته چې زه یې پېژنم. دا د بېلابېل ډول سیاسي خوځښتونه دي، چې په پارلمان کې هم استازي لري او د نوماندانو په وړاندې کولو کې هم رول لري. نو زما له نظره، موږ باید دا ومنو چې په افغانستان کې باید کارونه له افغاني ډول تر سره شي او دا دلته یوه سمه لار ده. زما په فکر دا به یو بد کار وي، چې زه په کابل کې ستاسې پر هېواد د ادارې یا سیاست برتانوي سیستم د تپولو هڅه وکړم. زما له لیدلوري دا کارونه ځینې وخت یو څه غیر عادي ښکاري، خو که ریښتینو خبرو اترو، بدلونونو او انتخابونو ته وکتل شي دا کارونه په خپل ډول ډېر سم او کارنده ښکاري".

ښاغلي سټګ همداراز وویل، د امنیت ټینګېدل یو مهم ټکی دی چې له لارې به یې خلک وکولای شي، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي. ده همدراز د مېرمنو او ځوانانو پراخ ګډون د دغو ټاکنو د بري لپاره یو اړین عنصر وباله:

"زموږ په باور په امنیتي برخه کې باید یو ښه چاپېریال برابر شي چې خلک وکولای شي په ټاکنو کې برخه واخلي. همداراز موږ غواړو چې ښځینه رایه ورکوونکې په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي. موږ همدراز غواړو چې ځوانان او په ځانګړي ډول ځوان ښاري نسل په دغو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي. د دوی غږ باید ځکه واورېدل شي، چې زموږ په باور د دوی ګډون د هېواد د راتلونکي لپاره ډېر مهم دی".

د برتانيا سفیر په سیاسي بهیر کې د ښځو د ونډې پر زیاتېدو ټینګار وکړ، خو ویې ویېل چې له دې ټکي د دوی موخه د افغان ټولنې په دودونو کې د بدلون راوستل نه دي:

"موږ افغانستان ته د دې لپاره نه یو راغلي، چې ستاسې د ټولنې د دودونو د فعالیت په څرنګوالي کې بدلون راولو. موږ هڅه کوو چې ستاسې د ټولنې په وده کې مرسته وکړو او په هغه لوري د افغان ټولنې د پرمختګ ملاتړ وکړو چې زموږ په نظر د افغانستان لپاره ښه دی. زموږ په نظر د مېرمنو زیاتېدونکې ونډه سمه تګلاره ده. موږ دغه پرمختګ ته د یوه ارتقايي بهیر په سترګه ګورو او دا هڅه نه کوو چې په یو شپه کې په دغه هېواد کې بدلون راولو".

د برتانیې سفیر همداراز وايي، دوی د ملګرو ملتونو د ادارو او د افغانستان له ټاکنو خپلواک کمېسون سره د مالي ملاتړ له لارې له افغان حکومت سره مرسته کوي، چې راتلونکې ټاکنې په بریالي ډول تر سره شي.

د طالبانو ستونزه

ښاغلي سټګ د افغانستان د سولې بهیر د پرمختګ او بریالیتوب لپاره د پاکستان رول ډېر مهم وباله. ده وویل، د طالبانو ستونزه د پاکستان له ملاتړه پرته نشي اوارېدای:

"د طالبانو ستونزه، چې د افغانستان لپاره یو ګواښ دی، د پاکستان له ملاتړ او مرستې پرته نشي اوارېدای. پوښتنه دا ده، چې د دې هدف د تر لاسه کولو لپاره تر ټولو غوره لاره کومه ده؟ زموږ په نظر تر ټولو ښه لاره دا ده، چې له پاکستاني حکومت سره په ګډه کار وشي او دوی دې ته وهڅول شي، چې د دغه ګواښ پر وړاندې کوټلي ګامونه واخلي ځکه د دوی خپله ټولنه هم له دغه ګواښ سره مخامخ ده. موږ پر دې باور یو، که په دې ډول کار وشي، ښې پایلې لاس ته راتلای شي".

ده همدراز وویل، پاکستان او افغانستان دا ستونزه باید د خپلمنځي اړیکو د ښه کولو له لارې اواره کړي او په وینا یې پر یوه بل فشار اچول یې سمه لار نه ده. د ښاغلي سټګ په وینا د دغو دواړو هېوادونو د اړیکو د خرابوالي ستر لامل د دوی تر منځ پر یوه بل بې باوري ده:

"زما په اند، د دواړو هېوادونو پر یوه بل شک تر ټولو ستره ستونزه ده. په افغانستان کې خلک پر دې اندېښمن دي چې ډېر لوړپوړي طالبان په پاکستان کې اوسي او له هغه ځایه په افغانستان کې فعالیت کوي. همدراز په پاکستان کې داسې اندېښنې شته، که ریښتیا وي که نه، چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې مرکزونه لري او په افغانستان کې خلک د بلوڅانو د خپلواکۍ غورځنګ ملاتړ کوي. د دوی تر منځ دغه ستونزه باید اواره شي".

ښاغلي سټګ ټینګار وکړ، چې پاکستان او افغانستان باید د دغې ستونزې د اواري لپاره له یوه بل سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

د ده په نظر که دغه دواړه هېوادونه په یوه بل کې اقتصادي ګټې ولري، د یوه بل د امنیت لپاره به هڅې کوي.

د ده په وینا برتانیا له دغو دواړو هېوادونو سره مرسته کوي، چې له یوه بل سره هر اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي.

هلمند کې مرستې

د برتانیا سفیر وايي، دغه هېواد په تېره څه باندې یوه لسېزه کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې، چې په وینا یې د دغه هېواد په پرمختګ کې اغېزناکې ثابت شوې دي.

د ده په وینا په ځانګړي ډول دوی د هلمند ولایت په بیا رغونه کې ډېره مرسته کړې. دا هغه ولایت دی، چې برتانوي ځواکونه پکې مېشت دي.

د ده په وینا د برتانیا په مرسته د دغه ولایت په پوهنیزې، روغتیايي او امنیتي برخه کې پام وړ پرمختګ شوی دی:

"زموږ په نظر په لنډمهالي ډول موږ ډېرې مرستې کړې دي. که پوهنیز ډګر ته وکتل شي، اوسمهال هلمند کې کابو یو سل او دېرش زره ماشومان ښوونځيو ته ځي، چې دا شمېره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ډېره کمه وه. په دوی کې د دېرشو او څلوېښتو زرو تر منځ نجونې دي، چې د طالبانو پر مهال هېڅ ښوونځي ته نه تلې. په هلمند کې ډېری خلک اوس د یوه ساعت مزل په واټن کې یوه روغتیايي مرکز ته لاسرسی لري. که د حکومت کار او چوپړونو ته وکتل شي، نو لیدل کېږي چې په دې کې هم ډېر پرمختګ شوی دی. مسلکي روزنې هم زیاتې شوې چې له لارې یې خلکو ته د روزګار زمینه برابره شوې. همداراز امنیتي وضعه هم ښه شوې ده".

ښاغلي سټګ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ده په نظر د برتانیا مرستې څومره پر ځای لګېدلې وویل، دوی په دې وروستیو کې یوه اداره ګومارلې چې موخه یې د برتانیا د مرستو څارنه ده.

د ده په وینا دغه اداره به دوی ته د راتلونکي کال تر لومړیو میاشتو د برتانوي مرستو په اړه خپل راپور وړاندې کړي:

"څه موده وړاندې زموږ د مرستو د اغېز د ارزونې کمېټه دلته راغلې وه او دوی به په جنورۍ یا فبرورۍ میاشت کې خپل رپوټ وړاندې کړي، چې له هغې وروسته به موږ په دې اړه د دوی نظر ولرو. خو په عمومي ډول موږ پر دې باور یو چې زموږ پیسې هغو ځایونو ته رسي، چې زموږ هدف دی او په ټولیز ډول یې هغه اغېز کړی، چې موږ یې هیله لرو".

ښاغلي سټګ وویل، اوسمهال دوی پر دې تمرکز کوي، چې په هلمند ولایت کې د شویو پرمختګونو په ساتلو کې مرسته وکړي.

د برتانیا سفیر همدراز ټینګار وکړ، چې دغه هېواد به په راتلونکي کې هم له افغانستان سره خپلې هر اړخیزې مرستې روانې وساتي.

ریچارډ سټګ د دې وروستۍ پوښتنې په ځواب کې چې د ده په نظر تاریخي واقعیتونو ته په کتو د افغانانو تر منځ د برتانیې په انځور کې څومره بدلون راغلی، داسې وویل:

"زما په نظر په دې اړه د خلکو په قضاوت کې تاریخ او نوی ریالېزم ګډ دی. ځینې خلک به د شاه شجاع او نولسمې پېړۍ د کیسو تر اغېز لاندې وي. خو زما په فکر نور خلک به دې ته ګوري چې موږ اوس له افغانستان سره د مرستو یو ستر بهیر لرو چې لږ تر لږه تر راتلونکو څلورو کلونو به په اوسنۍ کچه روان پاتې شي، چې دا د یوې نوې اړیکې ښکارندويي کوي. له دې لارې موږ د افغانستان د پرمختګ لپاره هڅې کوو او ستاسې له خلکو سره مرسته کوو چې خپله وړتیا وپېژني. موږ نه ستاسې لپاره څه کولای شو او نه څه درکولای شو. هغه څه چې موږ یې د کولو هیله لرو، هغه دا دي چې تاسې ته دا فرصت درکړو، چې هغه وړتیاوې وکاروﺉ چې د افغانستان په خلکو کې په څرګند ډول موجودې دي".

ورته مطالب