کندوز: پر موټر سايکلونو بندېز امنيت ښه کړی

Image caption ښاغلي اندرابي وويل، ترهگر د خپلو ۸۰ سلنه بريدونو لپاره موټر سايکل کاروي

له تېرو دوو اوونيو راهيسې چې په کندوز ښار کې د موټر سايکلونو پر چلند بنديز لگول شوى، چې چارواکي وايي امنيت ورسره اتيا په سلو کې ښه شوى دى.

د کندوز د امنيې قومندان بي بي سي ته ويلي، د تيرو دوو اونيو په ترڅ کې هلته هيڅ ترهگريزه پېښه نه ده شوې.

مصطفی سالک په خپل راپور کې وايي، کندوز ښاريانو هم د دې چارې هرکلى کړى، خو وايي د تگ راتگ په برخه کې يو څه ستونزې ورته پيدا شوي.

په کندز ښار کې تر هغه وروسته پر موټر سايکل چلونه بنديز لګېد، چې په تيرو څو مياشتو کې نا پيژندل شويو موټرسايکل سپرو وسلوالو يو شمير حکومتي چارواکي او قامي مشران په ډزو سره ووژل او د همدغې وسيلې په مرسته له سيمې په تېښته بريالي کېدل.

د کندوز امنيې قومندان خليل اندرابي بي بي سي ته وويل، له دوو اونيو راهيسې چې د موټر سايکلونو پر تگ راتگ بنديز لگول شوي په دغه ښار کې د ناامنۍ هيڅ پيښه نه ده شوې:

"د دغه ښار د امنيت په برخه کې يې گټور اغيز کړى دى، تر ډيره به طالبانو له موټر سايکله گټه اخسته، په وروستيو دوو اوونيو کې د خداى لورينه ده د ناامنۍ هيڅ پيښه نه ده شوې، نه د ترهگرۍ پيښه لرو نه د خلکو د ځورولو".

ښاغلي اندرابي وويل چې گواکې ترهگر د خپلو ۸۰ سلنه بريدونو په ترڅ کې له موټر سايکلونو گټه پورته کوي.

سيمه ييز چارواکي وايي، په دې ترڅ کې يې هغه سلگونه موټر سايکلونه هم له ځان سره درولي چې نمبر پليټونه يې نه لرل.

د کندوز ښار يوه تن اوسيدونکي غفور هوتک هم بي بي سي ته وويل چې دوى د امنيت له پلوه د حکومت دا گام ستايي، خو وايي چې له دې بنديز سره خلک د تگ راتگ پر مهال له ترانسپورتي ستونزو سره هم مخامخ شوي دي.

تر دې مخکې حکومتي چارواکو د فارياب، غزني او زابل په يو شمير سيمو او ولسواليو کې پر موټر سايکل چلونه بنديز لگولی و.

د يادو شويو ولايتونو چارواکو هم د دغه بنديز لامل د ترهگريزو کړنو مخنيوى په گوته کړى و، او وروسته يې د هغو د گټورو پايلو خبر ورکړى و.

ورته مطالب