د ښوونکي ورځ او د ښوونکو شکایتونه

Image caption د افغانستان پوهنې پر وزارت یوه نیوکه دا هم ده، چې په ځینو کلیوالو سیمو کې یې د ګڼو ښوونځيو ودانیو جوړولو ټینګ هوډ نه دی کړی.

په افغانستان کې د ښوونکي ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې د دغه هېواد ډېری ښوونکي له اقتصادي ستونزو سر ټکوي.

افغان ښوونکي شکایت کوي، چې د دوی تنخاګانې د دوی کورنۍ اړتیاوې نشي پوره کولای.

له بله پلوه د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي هم دا ستونزه مني. دوی وايي، په دغه هېواد کې ناامني، اقتصادي ستونزې او کلتوري ننګونې د ښوونکو د ژوند د تامین پر وړاندې درې ستر خنډونه دي.

دوی وايي، که څه هم په دې برخه کې پرمختګ شوی، خو بودیجوي کمښت د دغو ستونزو د دوام ستر لامل بولي.

په افغانستان کې د ښوونکي پر نړیواله ورځ هر کال چارواکي په دغه هېواد کې د ښوونکو د اقتصادي حالت د ښه کولو په اړه زېري ورکوي، خو افغان ښوونکي لا هم له اقتصادي ستونزو سر ټکوي.

اقتصادي ستونزې

دوی شکایت کوي، هغه پیسې چې دوی ته په میاشتیني ډول د تنخا په توګه ورکول کېږي، د دوی د کورنیو لګښتونو لپاره بسنه نه کوي.

افغان حکومت هم دغه ستونزه مني. د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي د بودیجې نشتوالی د ښوونکو د اقتصادي ستونزو د دوام ستر لامل بولي.

د پوهنې وزارت د خپرونو مشر کبیر حقمل د دې ترڅنګ امنیتي او کلتورې ستونزې هم د افغان ښوونکو پر وړاندې ننګونې بولي.

له وروستیو څو کلونو راهیسې پوهنې وزارت د ښوونکو په معاشونو کې د یو څه زیاتوالي راوستو په موخه یو پروګرام پیل کړی، چې د چارواکو په وینا تر اوسه یو سل او پنځه اویا زره ښوونکي په دغه بهیر کې شامل شوي او پاتې نور به په روان کال کې له دې امتیازه برخمن شي.

Image caption د پوهنې وزارت د خپرونو مشر کبیر حقمل امنیتي او کلتورې ستونزې هم د افغان ښوونکو پر وړاندې ننګونې بولي.

خو ښوونکي بیا وايي، که څه هم دغه حالت له پخوا یو څه راښه شوی، خو بیا هم ګرانۍ ته په کتو د دوی نوي معاشونه هم د دوی د کورنۍ اړیتاوې نشي پوره کولای.

د دې تر څنګ ډېر ښوونکي د سرپنا یا کورونو له نشتوالي سره هم مخامخ دي. ډېر داسې ښوونکي شته چې له خپلو تنخاګانو د کورونو کرایې هم ورکوي، چې له دې امله د دوی ستونزې څو برابره زیاتېږي .

خو ښاغلی حقمل وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې ښوونکو ته د ځمکو د نمرو د وېش لړۍ پیل شوې او په خبره یې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د افغانستان ټول ښوونکي د کورونو لپاره نومرې ولري.

د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا اوسمهال په افغانستان کې دوه سوه او لس زره ښوونکي پر دندو بوخت دي، چې نیمايي یې مسلکي زده کړې نه لري.

ورته مطالب