افغانستان کې د ناټو څلور سرتېري وژل شوي دي

 امريکايي سرتېري
Image caption له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا له ۲۰۰۰ زيات امريکايي سرتېري وژل شوي دي

د افغانستان په سويل کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د نړیوالو ځواکونو څلور سرتېري وژل شوي دي.

ناټو وايي دغه سرتېري هغه مهال د افغانستان په سويل کې ووژل شول چې له افغان ځواکونو سره په ګډه يې د وسله والو پر ضد عمليات کول.

ناټو په بريد کې د وژل شويو کسانو د هوويت په اړه څه نه دي ويلي، خو يوه پوځي چارواکي اسوشيېټېډ پرس خبري اژانس ته ويلي چې وژل شوي سرتيري امريکايان دي.

چارواکي وايي دغه چاودنه د سړک د غاړې بمي چاودنې په پايله کې رامنځته شوې ده.

د بريد په اړه ډېر جزييات نه دي ورکړای شوی.

راپورونه وايي د افغانستان په سويل کې د وسله والو طالبانو فعاليتونه پر داسې مهال ډېرېږي، چې نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان نه وځي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې ايساف ځواکونه، امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته سپاري.

اوسمهال د افغانستان د ډېرې برخې امنيت افغان ځواکونو له بهرنيو ځواکونو اخيستی او نژدې ۶۰سلنه عمليات پخپله کوي.

د ناټو له لوري ورکړای شوې شمېرې ښيي، چې له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا په افغانستان له ۲۰۰۰ ډېر امريکايي سرتېري وژل شوي دي.

افغان حکومت وايي امنيتي ځواکونه يې د خپلې خاورې ساتلو بشپړه وړتيا لري او کولای شي له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان امنيت وساتي.

ورته مطالب