هرات کې دویم نړیوال امنیتي کنفرانس پائ ته ورسېد

Image caption د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا هم په خپله وینا کی د سیمې د هېوادونو پر تګ لارو نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه هېوادونه له خپلو اقتصادي وړتیاوو سمه ګټه نه اخلي.

دغه کنفرانس په داسې حال کې چې ډېر کلک امنیتي تدابیر ورته نیول شوي وو پرون (د اکتوبر په پنځمه) د هرات د اختیارالدین په لرغوني کلا کې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د استازو په ګډون پیل شو.

په ګډونوالو کې د جرمني، امریکا، روسیې، ترکیې، چین، ایران او قزاقستان استازي او د اروپايي ټولنې استازي او کارپوهان شامل وو.

د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو د انیستیوټ مشر او د کنفرانس کوربه داود مرادیان وویل موخه یې دا ده چې د سیمې د هېوادونو ترمینځ باور لا ډېر شي.

ښاغلي مرادیان زیاته کړه چې د دې غوندې یوه موخه دا هم وه چې د ګډو ستونزو لپاره د حل ګډې لارې پیدا شي.

د دغه کنفرانس د پایلو د اغیزو د څرنګوالي په اړه ډېرې پوښتنې وشوې خو ښاغلي مرادیان وویل چې یوې پایلې ته د رسېدو لپاره باید له صبر او زغم نه کار واخستل شي.

د دغه کنفرانس په ترڅ کی د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا هم په خپله وینا کې د سیمې د هېوادونو پر تګ لارو نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه هېوادونه له خپلو اقتصادي وړتیاوو سمه ګټه نه اخلي.

هغه وویل چې موږ د نړۍ په دې سیمه کې ډېر فرصتونه له لاسه ورکوو هغه هم په داسې حال کې چې پراخ اقتصادي امکانات او طبعي زیرمې لرو.

د ښاغلي سپنتا په وینا له بندري امکاناتو په محدوده کچه د ګاونډیو هېوادونو له خوا ګټه اخیستل کېږي او یا له دغو امکاناتو د سوداګرۍ د محدودولو او پر ګاونډیو هېوادونو د فشار اچولو په موخه کار اخیستل کېږي.

تېر کال ورته کنفرانس د افغانستان، هند او پاکستان د کارپوهانو په ګډون جوړ شوی و.

خو دا ځل د پاکستان څخه یوه استازي هم په دغه کنفرانس کې ګډون نه و کړی.

ایراني چارواکو هم په رسمي توګه په دغه کنفرانس کې ګډون نه و کړی.

ورته مطالب