" ټاکنو کې هيچا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوم"

Image caption د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۲۷ کسانو نومونه ليکلي دي

افغان ولسمشر حامد کرزي افغانانو ته ډاډ ورکړ چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا په راتلونکو ټاکنو کې به نه پخپله لاسوهنه وکړي او نه به هم نورو ته د لاسوهنې اجازه ورکړي.

ښاغلي کرزي بيا بيا له بهرنيانو وغوښتل، چې په ټاکنو کې لاسوهنه ونه کړي او د تېرو ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو په څېر انتخابات ګډوډ نه کړي.

ښاغلي کرزي وويل: "زه ډاډ درکوم چې نه به زه په ټاکنو کې لاسوهنه وکړم او نه به بل چاته اجازه ورکړم چې په انتخاباتو کې مداخله وکړي".

ده زیاته کړه چې په ټول جديت به د لاسوهنې مخنيوی وکړی او د ده په ټکو دا د افغانستان د خلکو په 'خير' دی.

ده زياته کړه، تېر ځل پخپله د ولسمشرۍ لپاره ولاړ و او نه يې شو کولای په زغرده د بهرنيانو د مداخلې په اړه څرګندونې وکړي، خو اوس چې نور کسان ولسمشرۍ ته ولاړ دي، دی به بهرنۍ لاسوهنې پرېنږدي.

ښاغلي کرزي د ولسمشرۍ لپاره د کانديدانو نومليکنه د ولسواکۍ لپاره يو برياليتوب وباله او پر خلکو يې غږ وکړ چې په ټاکنو کې ونډه واخلي.

ولسمشر کرزي، وویل د ولسمشرۍ لپاره د بېلابېلو پرګنو، ژبو او قومونو يو ځای کېدو وښوده، چې افغانستان د سولې، ټيکاو، پېرزونې او له يو بل سره د همکارۍ پر لور روان دی.

ده په خپلو خبرو کې د ولسمشرۍ لپاره د اسلامي ګوند د يوه غړي قطب الدين هلال د درېدو هرکلی وکړ، او له طالبانو يې وغوښتل چې د هېواد په سياسي بهير کې ورګډ شي.

امنيتي تړون

افغان ولسمشر حامد کرزي یو ځلې بيا له امريکا سره امنيتي تړون د افغانستان په ګته وباله، خو ويې ويل باید د افغانستان ګټې په پام کې ونيول شي.

ښاغلي کرزي وويل په امنيتي تړون کې د افغانستان لپاره لومړيتوب د خلکو امنيت، سوله او ملي حاکميت دی.

ده وويل په دويم پړاو د افغانستان د امنيتي ځواکونو پياوړي کېدل او اقتصاد راځي.

ولسمشر کرزي په ټينګار سره وويل تر هغه چې افغانان هم د طالبانو له بريدونو او هم د امريکايانو له بريدونو او د بهرنيو ځواکونو له څپلسريو ژغورل شوي نه وي، امنيتي تړون نه کوي.

ده وویل که له امنيتي تړون وروسته امريکايي ځواکونه سرغړونه وکړي او د افغانانو ارزښتونو ته درناوی ونه کړي، د افغانستان خلک به دوی ته اجازه ور نه کړي.

ده وويل امنيت، سوله، ټيکاو د افغانانو حق دی او امريکا دې په دې پوه شي، تر هغه چې د افغانانو ګټې خوندي نه شي، دغه تړون نه کوي.

حامد کرزي وويل په يوه مياشت کې دننه به لويه جرګه راوبولي او له خلکو به وغواړي چې له امريکا سره د امنيتي تړون پر سره پرېکړه وکړي.

ده زياته کړه له امريکا سره يې اوس د امنيتي تړون پر سر خبرې پای ته نژدې شوي، خو وايي لا هم خپل هدف ته نه دي رسېدلي.

ورته مطالب