بهر ته د افغاني غاليو صادرات ٪۸۰ کم شوي دي

Image caption په ۲۰۰۷ کال کې د افغاني غاليو صادرات ۲۶۲ ميليونه ډالره و، خو اوس ۵۰ ميليونه ډالره دي

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت وايي په تېرو شپږو کالو کې د افغاني غاليو په صادراتو کې ۸۰ سلنه کموالى راغلى.

د وزارت چارواکي وايي د لويديځو بازارونو سړښت او د افغانستان د گاونډيو سيالانو کړو وړو د غاليو بازارونه مټه کړي، خو وايي د دغو ستونزو نه د وتو په موخه يې درې کلنه تگلاره تر لاس لاندې ده .

محمود کوچی په خپل راپور کې کاږي، په افغانستان کې د غاليو صنعت له کرنې وروسته د کاري زمينو په برابرولو او صادراتو کې دويم ځاى ځايگى لري.

خو د سوداگرۍ وزارت وايي دغه صنعت په تيرو شپږو کالو کې ډير زيانمن شوى او وايي له ۸۰ سلنه په ټپه ولاړ حالت سره مخامخ شوی دی.

دوی خو هيله من دي، د هغې درې کلنې تگلارې پر مټ چې دوى يې تر لاس لاندې لري د غاليو صادراتو ته نوره هم وده ورکړي.

خو يو شمير سوداگر بيا وايي تر هغې پورې چې افغانستان ته له بهره په وارديدونکو غاليو يا بنديز نه وي لگول شوى او يا هم پر همدغو غاليو مايله ډيره نه شي، گرانه ده چې د افغانستان د غاليو لپاره ښه مارکيټونه بياميندل شي.

د غاليو د صادراتو د ټولنې د مديره پلاوي مشر سميع الله له حکومته غواړي چې په دې برخه کې کوټلي گامونه پورته کړي.

افغان چارواکي وايي دوى په نوې تگلاره کې د افغان سوداگرو ټولې ستونزې او انديښنې په پام کې نيولي او وايي د ترانسپورټ، بازار ميندنې او د اومو توکو د برابرولو لپاره يې پراخ پروگرامونه په پام کې نيولي دي.

د ۲۰۰۷ کال راهيسې بيا تر ۲۰۱۲ کاله د غاليو په صادراتو کې ۸۰ سلنه کموالى په دې مانا دی چې په ۲۰۰۷ کال کې دغه صادرات ۲۶۲ ميليونه ډالره وه، خو په ۲۰۱۲ کال کې دغه څه ۵۰ ميليونه ډالرو ته راښکته شوي دي.

افغان چارواکي وايي نن سبا يو ميليون افغان وگړي د غاليو په اوبدلو بوخت دي، خو انديښنه يې دا ده چې لا هم د افغاني غاليو اتيا سلنه صادرات د گاونډي هيواد پاکستانه تر سره کيږي، چې په دې توگه يې گټه هم هماغه هيواد ته رسيږي .

د افغاني غاليو اصلي بازارونه نن سبا په پاکستان، ترکيه، هند، عربي متحده اماراتو، روسيې، جرمني او د امريکې په متحده ايالاتو کې دي.

ورته مطالب