کرزي د لويې جرګې جوړېدو ته کمېسيون ټاکلی

Image caption مشورتي جرګه به پرېکړه وکړي چې امريکا سره امنيتي تړون په کومو شرايطو وشي

افغان ولسمشر حامد کرزي له امريکا سره د امنيتي تړون پر سر د بحث لپاره د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو او د هغې د امنيت لپاره دوه جلا کمېسيونونه، جوړ کړي دي.

ښاغلي کرزي وړمه ورځ په يوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ، دغه جرګه به په يوه مياشت کې جوړه شي، او له امريکا سره به د تړون څرنګوالی وارزوي.

د افغانستان په اساسي قانون کې لويه جرګه د ولس د ارادو د څرګندولو تر ټولو لوړ ځای تعريف شوی، چې ګډونوال يې د ملي شورا غړي، د ولايتي او ولسواليو د شوراګانو مشران دي.

ښاغلي کرزي په يوه حکم کې د چارو د ادارې مشر صادق مدبر د دغه کمېسيون د دارالانشاء د مشر او فريد حکمت او نجيب الله امين د هغه مرستيالان ټاکلي دي.

ولسمشر کرزي د دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت شپږو جنرالانو ته دنده سپارلې چې د جوړېدونکې جرګې امنيت خوندي کړي.

د دغې کمېتې مشري د کورنيو چارو وزارت د مرستیال محمد ايوب سالنګي پر غاړه ده چې د ښاغلي کرزي د حکم له مخې، راپور به ورکوي.

د کابل شرايط

د افغانستان او امريکا ترمنځ تړون د دواړو هېوادونو لپاره د اهميت وړ دی، او له تېرو دوو کلونو راهيسې دواړه هېوادونه پرې خبرې کوي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه افغان حکومت منفي غبرګون وښود، او لږ وروسته يې اعلان وکړ چې د افغانستان او امريکا ترمنځ يې د امنيتي تړون پر سر خبرې وځنډولې.

د ولسمشر کرزي ټينګار دا دی، دغه تړون دې د هغو شرايطو له مخې وشي، چې افغان لوري ټاکلي دي.

په افغانستان کې د امنيت ټينګښت، د افغان ځواکونو سمبالول او د هر ډول بهرني يرغل پر وړاندې له افغانستان نه دفاع، د افغان حکومت مهم شرطونه دي.

ښاغلي کرزي ويلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرو کې لا هم د بهرني تېري د څرنګوالي په اړه، موافقه نه ده شوې.

ورته مطالب