اسماعيل خان: "د بښنې غوښتلو اړتيا نه وينم"

محمد اسماعيل
Image caption محمد اسماعيل د کورنيو جګړو پر مهال په هرات کې د جمعيت ځواکمن قومندان و

محمد اسمعيل چې د راتلونکي کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د عبد رب الرسول سياف لومړی مرستيال دی، بي بي سي ته په مرکه کې ويلي هغه څیرې چې د افغانستان د ژغورنې سبب شوي، دې ته اړتیا نه لري چې له خلکو بښنه وغواړي.

د افغانستان په کورنيو جګړو کې سياسي موخو ته د رسېدو لپاره د افغانستان د بېلابېلو ګوندونو او ډلو له لوري په پيل شويو جګړو کې لسګونه زره ملکيان وژل شوي دي.

اسماعيل خان وویل د عبدالرشيد دوستم له خوا د جګړې له قربانیانو څخه د بښنې د غوښتلو په اړه قضاوت نه کوي.

ښاغلي دوستم درې ورځې وړاندې د (اکتوبر، ۷مه) د یوې اعلاميې په خپرولو سره د تېرو دوو لسيزو د جګړو له قربانيانو بښنه وغوښته.

ده په اعلاميه کې په تېرو کورنيو جګړو کې له ښکېلو کسانو غوښتي و، چې د ده په څېر رامخکې شي او له قربانيانو بښنه، وغواړي.

اسماعیل خان چې د کورنيو جګړو پر مهال يې د قومندې مرکز په هرات کې و، د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکوریدو وروسته د اسلامي جنبش، اسلامي حزب او طالبانو له پلويانو سره جنګونه کړي دي.

محمد اسماعيل وايي بښنه بايد يوازې هغه کسان وغواړي، چې پوهېږي تېروتنې يې کړي دي:

"طبعآ هغه کسان چې خپل ځان مقصر وګڼي، بايد بښنه وغواړي او هغه کسان چې د دغې خاورې د ازادۍ لپاره جنګېدلي، هغوی برحقه دي او هغوی بښنې غوښتلو ته اړتيا نه لري".

کبر او غرور

د اوبو او برېښنا مخکني وزير محمد اسماعيل انتقالي عدالت د بهرنيانو يوه دسيسه وبلله، چې په خبره يې د مجاهدينو د بدنامولو په موخه جوړه شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون اجراييوي مشر موسی محمودي د بښنې غوښتل يو مثبت ګام بولي او سپارښتنه يې دا ده، چې په کورنيو جګړو کې ټول ښکېل کسان بايد بښنه وغواړي.

خو ښاغلی محمودي د انتقالي عدالت په اړه د محمد اسماعيل څرګندونې ناسمې وبللې ، ده بي بي سي ته وويل چې دا ډول څرګندونې نه شي کولای له قربانيانو او خلکو سره مرسته وکړي:

"زه فکر کوم چې دا ډول څرګندونې د توجیه وړ نه دي او د کبر او غرور له امله دي، ځکه چې دا د جنګونو له قربانيانو او د افغانستان له خلکو سره مرسته نه شي کولای".

ښاغلی محمودي وايي هر اقدام يو لړ اصول او مقررات لري آن که هغه جګړه هم وي، بايد خلک په ځانګړي ډول ملکيان په کې خوندي وي.

د انتقالي عدالت موخه دا ده چې په تېرو څه باندې درې لسيزو جګړو کې ښکېل کسان د عدالت مېز ته راکاږي، خو له دغه پروګرام نه چې څو کاله تېريږي تر اوسه نه دی پلی شوی.

ورته مطالب