د سولې خبرو لپاره مولانا فضل الرحمان کابل ته رسېدلی

Image caption ویل کېږي، چې مولانافضل الرحمان او د هغه ګوند جمیعت علماء اسلام له افغان طالبانو سره نژدې اړیکې لري

د پاکستان جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان له پنځو نورو ملګرو سره کابل ته رسېدلی دی. ویل کېږي چې د مولانا فضل الرحمان د سفر موخه له ولسمشر حامد کرزي سره د سولې خبرې دي.

د جمعیت علما اسلام چارواکي وايي مولانا فضل الرحمان به ولسمشر کرزي سره په دې خبرې وکړي چې دی د سولې په پروسه کې څه رول لوبولی شي.

مولانا فضل الرحمان د امریکا د متحدو ایالاتونو او طالبانو تر منځ په خبرو کې د ګډون لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته هم تللی وو.

ویل کېږي، چې مولانافضل الرحمان او د هغه ګوند جمیعت علماء اسلام له افغان طالبانو سره نژدې اړیکې لري، نو کولی شي چې د سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

جمیعت علماء اسلام د پاکستان له مهمو سیاسي مذهبي ګوندونو څخه یو دی، چې په خېبر پښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان کې پراخ نفوذ لري.

دغه ګوند په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان له سولې او ثبات سره تړلي ګڼي او د پاکستان سوله او ثبات هم د افغانستان په ګټه يادوي.

څه موده وړاندې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې مولانا فضل الرحمان وویل چې په افغانستان کې به د حکومت او سولي د عالي شورا هڅې هغه مهال اغېزمنې شي چې امریکا په رښتیا سره د سیاسي بهیر ملاتړ او همکاري ورسره وکړي.

دی زیاتوي له طالبانو سره باید د یوه متحد غورځنګ په توګه خبرې وشي نه دا چې له بېلو ډلو او قوماندانو سره جلا معامله وشي.

خو په دا وروستيو کې چې کله مولانا فضل رحمان په قطر کې و او داسې ګنګوسې وې چې ښايي هلته له افغان طالبانو سره خبرې وکړي افغان طالبانو هغه رپوټونه رد کړل.

د سولې خبرې

ولسمشر کرزي په وار وار طالبان خپل ورونه ګڼلي او هغوی ته یې د سولې بلنه ورکړې. په یوه وروستۍ مرکه کې، ولسمشر وویل د طالبانو راتګ به د پرمختګ د کمزورۍ لامل نه شي. دغه هېواد سولې ته اړتیا لري. افغانستان کې د سولې راتلو لپاره زه هر کار ته چمتو یم.

خو طالبان اوسنی اساسي قانون نه مني او وايي تر هغې چې ټول بهرني پوځیان نه وي وتلي دوی به جګړه کوي.

ورته مطالب