د بشر حقونو اړوند فلم فېسټوال د جایزو پایلې

Image caption دواړه ګټونکي فلمونو د نورو ۲۳ فلمونو تر څنګ د سیالۍ لپاره نندارې ته وړاندې شول.

د افغانستان د بشر د حقونو د فلمي فسټdوال گټونکي فلمونه جوت شول. فلم څارانو له ٦٥ فلمونو څخه د کورنيو، بهرينو،او محصلينو په برخو کې ٨ فلمونو ته جايزې ورکړې.

"افغانستان کوچک" چې بصیر سیرت جوړ کړی او کوچنی داستاني فلم "اخرین رییس جمهور" چې د محمد جمیل ژاله اثر دی، د بشري حقونو موضوع اړوند دویم فلم فېسټوال ګټونکي فلمونه اعلان شول.

دغه دواړه فلمونو د نورو ۲۳ فلمونو تر څنګ د سیالۍ لپاره نندارې ته وړاندې شول.

دا فسټيوال د پنځو ورځو لپاره په کابل او باميان ولايتونو کې جوړ شوى و، چې سلگونو سينماگرانو، فلم جوړونکو او ليکوالانو يې ننداره وکړه.

مصطفى سالک له کابله خپل رپوټ کې کاږي، د بشر له حقونو سره د تړاو لرونکي فلمي فستيوال وروستۍ ورځ د افغان سندربولو له ولولو سره مله وه.

Image caption سیالۍ کې له ۳۸۰ فلمونو څخه ۶۵ غوره شول.

د فېسيټوال په پاى کې په دريو اړوندو برخو کې ٨ وتليو فلمونو جايزې واخیستې.

په فرعي يا څانگيزو برخو کې وتلي نارينه لوبغاړي، وتلې ښځينه لوبغاړې او وتلي ماشوم لوبغاړي ته جايزې ورکړل شوې.

خو هېڅ انيميشن فلم کومه جايزه وا نه خیسته.

ارمني فلم "که د ټولو لپاره"، کاناډايي فلم " نامزد" اوامريکايي فلم "د هاليووډ په لټه کې" په نړيواله برخه کې جايزې واخیستې.

په سيالۍ کې له ٣٨٠ فلمونو څخه ٦٥ غوره شول او بيا له دې ټولگې نه ٨ فلمونه گټونکي وبلل شول.

Image caption جان برګان

برتانوي فلم جوړونکى جان بورگان چې د ټاکنې د پلاوي غړى دى وايي، په دې فسټیوال کې د غوره فلمونو رابرسېره کول يوه ستونزمنه چاره وه.

" موږ د انميشن،مستندو،او داستاني فلمونو په بېلو ژانرونو کې فلمونه لرل، جدي فلمونه هم وو او کوميډي فلمونه هم دې، زموږ کار ستونزمن کړ، په هر حال هيجاني شوم چې په دې فېسټيوال کې مې په دې کچه د لوړ کيفيت فلمونه وليدل،په تېره هغه فلمونه چې د محصلانو په برخه کې يې سيالي کوله،زه فکر کوم چې د دې برخې فلم جوړونکي به د افغانستان دسينما په برخه کې خپل اغيز پريږدي."

د افغانستان د بشر د حقونو فلمي فسيټیوال له ٣٣ نړيوالو فېسټيوالونو څخه دى چې د بشر د حقونو پر اړه د نړۍ په بيلو برخو کې جوړيږي.

د دې فسټیوال په لومړي پړاو کې چې په کابل او بلخ کې تېر شوى و يو شمېر فلمونو لانجې پارولي وې د بېلگې په ډول گاونډى نومي فلم يادولاى شو چې په ايران کې يې د افغان کډوالو د ژوند يو اړخ انځور کړى و.

ورته مطالب