امريکا افغانستان کې د پاکستاني طالبانو قومندان نيولی

لطيف مسعود
Image caption لطيف مسعود د حکيم الله مسعود تر ټولو باوري او پياوړی ملګری بلل کېږي

امريکايي چارواکي وايي د دغه هيواد ځواکونو د پوځي عملياتو په ترڅ کې د پاکستاني طالبانو يو مشر نيولى دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وويل، لطيف مسعود د پاکستان د طلبانو غورځنگ يو قومندان دى.

دغې ډلې درې کاله وړاندې د نيويارک ښار په ټايمز ډگر کې د بم چوولو د يوې هڅې پړه منلې وه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماري هرف وويل، د پاکستان طالبانو غورځنگ په پاکستان کې دننه د يوشمېر بريدونو مسووليت پر غاړه لري.

"زه دا تاييدولى شم چې امريکايي ځواکونو د پوځي عملياتو په لړ کې د پاکستان د طالبانو غورځنگ ترهگر مشر لطيف مسعود نيولى دی".

راپورونه وايي لطف الله مسعود د پاکستاني طالبانو د غورځنگ يو لوړ پوړى قومندان دی او د دغې ډلې د مشر حکيم الله مسعود ته نږدې او باوري کس يادېږي.

مېرمن هرف وويل: "لکه څنگه چې خلک پوهېږي تحريک طالبان پاکستان په ٢٠١٠ کال کې په ټايمز ډگر کې د چاودنې د يوې شوې هڅې پړه منلې او په امريکا کې يې بيا د بريد تر سره کولو ژمنه کړې".

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده وايي ماري هرف وايي: "تي تي پي همداراز په پاکستان کې دننه زموږ پر ديپلوماتانو د بريدونو او د داسې حملو ذمه وارې په غاړه لري چې بې شمېره پاکستاني ولسي وگړي يې وژلي دي."

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د لطيف مسعود د نيونې پخلى وروسته له هغه وکړ چې د واشنگټن پوسټ ورځپانې د افغان چارواکو له خولې وويل چې، امريکا يي ځواکونو د لطيف مسعود په نوم د پاکستاني طالبانو يو قوماندان له افغان ځواکونو نه په زوره وروسته له هغه ونيوۀ چې د افغان استخباراتو له څو مياشتني کار وروسته نوموړى دې ته چمتو شوى و چې د افغانستان د حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د خبرو په برخه کې منځگړتوب وکړي

د ورځپاڼې په وينا افغان ولسمشر حامد کرزى د امريکايي ځواکونو دا گام د افغان ملي حاکميت سرغړاوى بولي.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له دې ډه ډه وکړه چې ووايي ښاغلى مسعود کله نيول شوى او يا چېرې ساتل کېږي.

ويل کېږي چې افغان ولسمشر حامد کرزى به د امريکا د بهرنيو چارو له وزير جان کېرې سره چې پرون په يوۀ ناڅاپي سفر افغانستان ته ورغلی د لطيف مسعود د نيولو پر مسالې هم خبرې وکړي.

ورته مطالب