"ټاکنو ته د ولاړو کسانو لست یوه اونۍ وروسته خپرېږي"

Image caption د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ته د نوماندانو د ثبتولو وروستۍ ضرب الاجل د روانې میزان/تلې پر ۱۴ پای ته ورسېد، چې ۲۷ کسانو ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ته تر درو زرو ډېرو کسانو نومونه ثبت کړي دي.

د افغانستان ټاکنیز خپلواک کمیسیون وايي، دا مهال د هغو کسانو د اسنادو پر دقیقې ارزونې بوخت دی، چې راتلونکو ولسمشریزو او د ولایتي شوراګانو لپاره یې ځانونه ثبت کړي دي.

دغه کمیسیون وايي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ته د کاندید شویو لومړنی لست خپور کړي.

د دغه کمیسیون په وینا، د نوماندانو وروستی لست به دوی ته د رسېدلو شکایتونو له ارزونې وروسته تر یوې میاشتې پورې خپور کړي.

د ټاکنیز کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي په دې اړه داسې وویل:

"هغو کسانو چې ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ته ځانونه کاندید کړي، د دوی ټول اسناد مرکزي دفتر ته رسېدلي، د ځینو ولایتونو په ولایتي شوراګانو کې د دوی اسناد شته، د ځینو نورو لاهم د راتګ په حال کې دي، د ولسمشرۍ کاندیدانو اسناد مرکزي دفتر کې موجود دي، د میزان/تلې پر ۲۷ به لومړنی لست خپور شي، وروستی لست به د عقرب/لړم پر ۲۵ خپور شي".

په داسې حال کې چې تر اوسه د نوماندانو لومړنی لست لا نه دی خپور شوی، ځینو کاندیدانو، په تېره بیا ولسمشریزو ټاکنو ته یو شمېر ولاړو کسانو سر له اوسه د فېسبوک او ټویټر په څېر پر ځینو ټولنیزو وېبپاڼو کمپاینونه او تبلیغات پیل کړي دي.

ځینې نور کاندیدان بیا په خصوصي ناستو او جلسو کې د ځان په ګټه کمپاینونه کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوماندانو دا عمل له قانونه سرغړونه بولي او وايي چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي:

"د کمپاین وخت دوی ته په جدول کې د دلوې/سلواغۍ له ۱۳ د حمل/وري تر ۱۳ پورې په پام کې نیول شوي، تر دې مخکې هر راز کمپاین ناقانونه عمل ګڼل کېږي، چې د ناقانونه کړنې په باب یې د شکایتونو د اورېدو کمیسیون پرېکړه کوي".

د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ته د نوماندانو د ثبتولو وروستۍ ضرب الاجل د روانې میزان/تلې پر ۱۴ پای ته ورسېد، چې ۲۷کسانو ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ته تر درو زرو ډېرو کسانو نومونه ثبت کړي دي.

په پام کې ده چې د ولسمشرۍ او د ولایتي شوارګانو ټاکنې نژدې شپږ میاشتې وروسته، د راتلونکي کال حمل/وري پر شپاړسمه وشي.

ورته مطالب