افغانستان او امریکا د امنیتي تړون پر ځینو مهمو برخو موافقه وکړه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د دوو ورځو انتظار وروسته ولسمشر کرزي او جان کېري د امنیتي تړون پر یوه پریکړه لیک موافقه کړې.

ولسمشر کرزي وویل دوی د امنیتي تړون په اړه پر یو لړ شرطونو موافقه کړې چې بشپړ متن به یې د یکشنبې په ورځ د اکتوبر ۱۴مه افغان پارلمان ته وړاندې کېږي.

خو د امریکايي پوځیانو د مصونیت په اړه کومې پرېکړې ته نه دې رسېدلي. ولسمشر کرزي وویل دا موضوع لویې جرګې ته سپاري ځکه چې دا د افغانستان د حکومت تر صلاحیت لوړه خبره ده.

په غونډه کې ولسمشر کرزي زیاته کړه چې تر څو ساعتونو جدي خبرو وروسته موږ پر ۴ موضوعګانو موافقه وکړه.

د ولسمشر په وینا د ملي حاکمیت، د بهرني هېواد د تجاوز په تعریف، د ملګي مرګ ژوبلې او د امریکا پر خپل سری عملیاتو سره موافقې ته ورسېدو.

ولسمشر کرزي وویل د امریکا او افغانستان تر منځ د ستراتیژیک تړون وروسته، امریکا په افغانستان کې د بهرنیو د مداخلې دفاع ونه کړه نو په همدې دلیل دا مهمه وه چې د بهرنې مداخلي یو تعریف مو پیدا کړی وی.

جان کېري وویل که افغانستان د امریکايي پوځیانو مصونیت ونه مني، امریکا به دغه تړون لاسلیک نه کړي.

ښاغلي کېري زیاته کړه چې په افغانستان کې د قطعي مصونیت موضوع په منځ کې نه شته. امریکایي پوځیان که د افغانستان قانون تر پښو لاندې کړي موږ یې په خپله محاکمه کوو. زموږ پوځیان چې په هر ځای کې دي په همدې شکل محاکمه کېږي او موږ نه غواړو چې په افغانستان کې د خپل اساسي قانون نه سترګې پټې کړو.

د امنیتي تړون کړکېچ

Image caption ښاغلی کېري تېره ورځ د امنيتي تړون په اړه د خبرو لپاره په يوه ناڅاپي سفر کابل ته ورسېد او سملاسي له افغان چارواکو سره يې خبرې پيل کړې.

افغانستان او امریکا له تېر یوه کال راهیسې د دوه اړخیزه امنیتي تړون پر سر خبرو بوخت وو.

د افغانستان حکومت ویلي وو، تر هغو به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، چې واشنګتن د افغانستان ملي ګټې پکې نه وي منلې او د هېواد ملي حاکمیت ته یې درناوی نه وي کړی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي څو ورځې وړاندې وویل، له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکېدو لپاره باید امریکا د افغانستان په کورنیو چارو کې د نورو هېوادونو مخه ونیسي او له افغانستانه دفاع وکړي.

په وروستیو کې د افغانستان حکومتي چارواکو د ملي امنیت شورا کې ویلي وو، له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي.

"که څه هم افغان ولسمشر حامد کرزي څو ځلې ویلي چې له امریکا سره د امنیتي تړون ژر لاسلیکېدو ته بیړه نه لري، خو د حکومت سیاسي اپوزیسیون ډېر ځلې له هغه کرزي د دغه تړون د ژر لاسلیکېدو غوښتنه کړې ده."

خو ولسمشر کرزي دوه ورځې مخکې خبریالانو ته وویل، د دغه تړون د لاسلیکېدو لپاره لویه جرګه را غواړي، او د افغانستان له خلکو سره باید په دې اړه سلامشوره وکړي.

د افغانستان حکومت هڅه کوي، د امنیتي تړون د لاسلیکېدو او یا نه لاسلیکېدو په اړه د لویې جرګې نظر ولري.

درې ورځې وړاندې په همدې موخه د لویې جرګې د جوړېدو کلېکاږل کمېسیون وټاکل شو.

څه موده وړاندې نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه وروستۍ گڼه کې ليکلي و چې واشنگټن له افغانستان سره د امنيتي تړون د لاسليک پر سر د ولسمشر حامد کرزي له دريځه نهيلى شوى او که ژر بدلون را نه شي، آن د ٢٠١٤ کال تر پايه به هم خپل عسکر پرېنږدي.

که څه هم افغان ولسمشر حامد کرزي څو ځلې ویلي چې له امریکا سره د امنیتي تړون ژر لاسلیکېدو ته بیړه نه لري، خو د حکومت سیاسي اپوزیسیون ډېر ځلې له کرزي د دغه تړون د ژر لاسلیکېدو غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب