د ولسمشرۍ د کانديدانو نوملړ ۲۶ ته راښکته شو

Image caption د ټاکنو کمېسيون د نورو نوماندانو په اړه هم پلټنې کوي او ښايي ځينې نور هم وويستل شي

د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو له نوملړه د يو تن نوماند نوم وويستل شو.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، دغه احتمالي نوماند هغه شرايط نه وه بشپړ کړي چې په قانون کې يې وړاندوينه شوې وه.

دا رنگه د پاتې ۲۶ تنو احتمالي نوماندانو په اړه هم پلټنې روانې دي او ښايي يو شمير نور هغه نوماندان چې ټاکل شوي شرايط يې نه دي پوره کړي له دغه نوملړه وايستل شي.

محمود کوچی په خپل راپور کې کاږي، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوملړ له ۲۷ کسانو ۲۶ ته راښکته شو.

د دغه کميسيون وياند نورمحمد نور که څه هم د کانديدانو له نوملړه د دغه نوماند د وېستلو په اړه ډېر جزييات ور نه کړل، خو همدومره يې وويل چې دل اغا کوهدامني هغه احتمالي نوماند دى چې په خبره يې قانوني شرايط يې نه دي بشپړ کړي.

په افغانستان کې د ټاکنو په نوي قانون کې پر دې هم ټينگار شوى چې د ولسمشريزو ټاکنو احتمالي نوماندان بايد دوه گونى تابعيت و نه لري.

ښاغلى نور هم وايي چې د ټولو نوماندانو نوملړ يې د بهرنيو چارو وزارت ته په همدې موخه استولى چې د دوه گوني تابعيت لرونکي دوى ته په گوته کړي.

که څه هم چې دغه پلا د ولسمشرۍ څوکۍ ته د نومانديدو لپاره تر پخوانيو هغو شرايط سخت ايښودل شوي، خو بيا هم د نوماندانو شمير له شلو اوښتى دی.

امتيازونه غواړي

ويل کيږي هغو کسانو هم ځانونه نومولي چې تر ډيره په دغو ټاکنو کې پر خپل بري باوري نه دي، خو بيا يې هم په راتلونکي کې د يو لړ امتيازاتو د تر لاسه کولو لپاره ځانونه نومولي دي.

د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ولاړو نوماندانو لومړنى نوملړ به پنځه ورځې وروسته په ډاگه کيږي او شاوخوا يوه مياشت وروسته به د دغه نوملړ وروستى هغه په ډاگه شي.

په دغه موده کې به د ټاکنو خپلواک کميسيون دغه نوملړ څو، څو ځلې شاربي او کره او ناکره به سره بيلوي.

دا رنگه هغه نوماندان به چې مرستيالانو يې له لومړۍ يا دويمې مرستیالۍ استعفاوې کړي دوى به خپل مرستيالان بيا له سره ټاکي.

تيره اوونۍ د داود سلطانزوى لومړي مرستيال استعفا وکړه چې پرون يې خپل بل مرستيال د ټاکنو کميسيون ته وروپيژند چې د هغه اسناد به هم د نورو په شان وڅيړل شي.

ورته مطالب