پکتيا: ټپي ځانمرګي په روغتون کې ځان چوولی

Image caption چارواکي وايي، هغه لارۍ چې لرګی په کې بار و او ځانمرګي چلوله له چاودېدونکو توکو ډکه وه

د افغانستان په سويل ختيځ پکتيا کې چارواکي وايي، يوه ټپي شوي موټر چلوونکي چې پوليسو روغتون ته وړی و، په روغتون کې ځانمرګی بريد کړی دی.

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي پوليسو ځکه نوموړی نه دی تلاشي کړی، چې فکر يې کاوه ښايي په مقناطيسي بم ژوبل شوی وي.

دوی وايي اوس په پکتيا ولايت کې د مقناطيسي بمونو کارول تر پخوا ډېر شوې دي.

ځايي پوليس وايي په لرګيو بار هغه موټر کې يې د وړې چاودنې غږ واورېد، چې له دوی سره نژدې پر لويه لاره روان و.

دغه وړه چاودنه د پکتيا د مرکز کردېز ښار په سويل ختيځه څنډه کې د خوست ـ ګرديز پر لويه لار شوې ده.

دغلته د سړک یوې خواته د افغان ځواکونو قول اردو او بل لوري ته د بهرنيو ځواکونو د بيارغونې د ولايتي ډلې/ پي آر ټي مرکز دی.

خو د بي بي سي خبريال احسان الله مهجور وايي، اوس په دغه قول اردو او پي آر ټي کې ډېر لږ کسان دېره دي.

د پکتيا د امنيې قومندان زلمي اوريا خيل بي بي سي ته ويلي، ټپي شوي ځانمرګي هغه مهال چې د روغتون په بېړنۍ خونه کې تر درملنې لاندې و، ځان ته چاودنه ورکړې ده.

ښاغلی اوريا خیل وايي، په پېښه کې پرته له ځانمرګي، چې وژل شوی بل چاته زيان نه دی رسېدلی.

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي هغه مهال چې ټپي ځانمرګي چاودنه کوله مخه يې د عاجل اتاق د ديواله لوري ته وه، او له همدې امله ډاکټرانو ته زيان نه دی اووښتی.

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، هغه لارۍ چې لرګی په کې بار و او ځانمرګي چلوله هم له چاودېدونکو توکو ډکه وه.

دوی داسې انګېري چې ښايي موټر هم له چاودېدونکو توکو ډک وي، او ځانمرګي غوښتل چې ګردېز ښار ته يې دننه کړي.

دا لا نه ده جوته چې آيا دغه پېښه تصادفي وه، که نه د وسله والو مخالفينو د کوم پلان له مخې رامنځته شوې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد پړه نه ده منلې.

ورته مطالب