ځينې خلک د طالبانو محکمې ته ورځي

Image caption ګل زمان وايي د اداري فساد او د قضا د نشتوالي له امله ناروغ او ناراحته دى.

د افغانستان په ګڼو سیمو کې چې د حکومتي واکمنۍ پښې سستې شوي نو هلته بیا د وسله والو طالبانو فعالیتونو زور موندلی او پر هماغه سیمو واکمن شوي دي.

غږیز رپوټ

په ځینو سیمو کې ان طالبان خپلې محکمې لري او پرېکړې په کې کوي.

زه پیچ درې ته په ورتګ سره له داسې یو کس سره مخامخ شوم چې دوه ورونه یې چا وژلي وو.

زه له ګل زمان سره کیناستم نوموړى د پيچ درې د برکنډ‌ۍ استوګن دى، درې کاله دمخه د هغه ښوونکى ورور ووژل شو، دوه کاله وروسته يې يو بل ورور هم ووژل شو.

نوموړى وايي چې د اداري فساد او د قضا د نشتوالي له امله ناروغ او ناراحته دى.

ګل زمان راته په دې تړاو ټول اسناد وښودل، هغه ظاهراُ ډير غمجن او درديدونکى دى، او په سترګو کې د کمترۍ احساس ليدل کېږي .

ګل زمان هلې ځلې کولې چې د خپلو دوو وروڼو مولوي پاچا او اغا جان قاتلین محکمې او څارنوالۍ ته وړاندې کړي خو لکه چې هغه وایي په قضا او څارنوالۍ کې بډو او رشوت د هغه د ورور قاتلین د محکمې تر حکمه ونه رسول.

ګل زمان وايي کله چې قاضي خپله پریکړه کوله نو زه یې وغوښتم مګر په دروازه کې هم زما د وروڼو د قاتل سړي ټوپک په لاس ولاړ وو چې زه یې وګواښلم او تر قاضي یې ور پرې نه ښودم.

ګل زمان په قاضي هم د بډو او رشوت اخیستو تور لګوي.

ده زیاته کړه "زما د ورور قاتلینو په رشوت کې قاضي ته يو د قلبې غوايي او د شيدو غوا ورکړه، د دغه قاضي ورور چې د محکمې ساتونکى دى نوموړي ته دغه غوا او غوايي ورکړل شول او قاتل قاضي ته د ډالۍ په توګه۱۰دړۍ غوځان هم ورکړل. او قاضي د هغوى په حق کې پریکړه وکړه.

ګل زمان وايي د ورور قاتل يې د وسله والو طالبانو د يوې ليکې قومندان دى او دولت له ډېر پخوا راهيسې د هغه د نيولو هڅه ونه کړه، تر ټولو بده لا دا چې د محکمې په وروستۍ پريکړه کې ده ته د ناستې اجازه هم ور نه کړل شوه.

دى له حکومتي چارواکو او طالبانو نه انصاف غواړي "زه له حكومت او جمهور ريس نه غوښتنه کوم چې له ما سره بې انصافي شوې، زما وينه ضايع شوې ده. کرزى بايد ماته پاملرنه وکړي، زه له وسله والو طالبانو نه هم دا غوښتنه لرم چې قاتل د قتل پر وخت طالب نه و، هغه قاتل ته بايد په خپلو ليکو کې ځاى ورنکړي، حکومت يا طالبان دې بايد دا ستونزه حل کړي.

ما د همدې موضوع په تړاو په سیمه کې له یوه قاضي سره هم اړیکه ټینګه کړه خو هغه په دې تړاو له خبرو کولو ډډه وکړه.

یو څارنوال راته بیا د نوم نه ښودو په شرط وویل چې په پیچ دره، وټه پور، ماڼوګي او چپه دره کې څارنوالان نشته.

د افغانستان د سترکې محمکې د نشراتو ریيس محمد صدیق ژوبل وایي درې بیلابیلې محکمې د قتل دا وړ دوسیه نهایي کوي خو هغه وایي چې د مقتول (ګل زمان) وژنه باید له شواهدو سره کابل ته راشي.

طالبان ګرځنده محکمې لري د هغوی محکمې ښایي د حکومتي هغو په څير زیات وخت ونه نیسي او په لنډه موده کې یوه دوسیه نهایي کوي. د ځينو خلکو ستونزې يې حل کړي دي.

د ښاغلي زمان په باغ کې استوګن فضل محمد راته وويل "زما د کورنـۍ ټول غړي د ځمکې پر سر د راټوکيدلې شخړې له کبله ووژل شول."

هغه زياته کړه "موږ د ځمکې پر سر شخړه لرله چې ډير خلک په کې ووژل شول حکومت د دغې ستونزې په هواري کې پاتې راغى، وسله والو طالبانو دغه ستونزه په يوه اونۍ کې حل کړه خو حکومت په شپږو مياشتو کې په دې ونه توانيد چې ستونزه حل کړي، قاضيانو د بډو غوښتنه کوله چې زموږ له وسه وتلې وه."

فضل وايي چې ده تر شپږو مياشتو پورې د دغه ستونزې د هواري لپاره افغان دولت ته مراجعه کوله، کله چې هغه د حکومت لخوا ټاکل شوي قاضي ته ورغى نو سمدلاسه يې ترې د بډو غوښتننه وکړه. وروسته له شپږو مياشتو نوموړي د طالبانو يو ځايي قومندان ته د دغې ستونزې د حل په موخه مراجعه وکړه.

"زه د طالبانو ميشت ځاى ته لاړم هلته د طالبانو قاضيان او لوى مولايان وو، دوي دوه ځل په اونۍ کې سره ويني، هغوى په دويمه ورځ مجرم پخپله حاضر کړ، او ترې يې وپوښتل: ولې دې دا جرم کړى؟ نوموړي قاضيانو ته وويل: زه غريب يم او د بډو ورکولو توان نه لرم."

په پايله کې د طالبانو محکمې د فضل ځمکه هغه ته وسپارله چې په کې يې څه ناڅه عدالت تامين شو. مګر طالب قاضي پر دې ونه توانيده چې د مړي قضيه حل کړي چې په دې کار سره فضل، مايوسه شو.

د داسې يو حکومت د نشتوالي له امله چې خلکو ته د ژوند بنسټيز اسانتياوې برابرې کړي، د افغانستان په لرو پرتو سيمو کې خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي. نو له همدې امله د سيمو اوسيدونکي اړ شوي چې طالبانو ته د خپلو مسلو او لانجو د هوارولو له پاره مخه وکړي.

ورته مطالب