کرزي له طالبانو وغوښتل چې سوله ییز ژوند غوره کړي

Image caption افغان ولسمشر د تېرو اخترونو په څېر وسله وال طالبان خپل وروڼه و نه بلل.

افغان ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا له وسله والو طالبانو وغوښتل چې سوله ییز ژوند غوره کړي او له جگړې لاس واخلي.

ښاغلي کرزي د لوى اختر له لمانځه وروسته افغان ولس ته د مبارکۍ ورکولو په ترڅ کې طالبان مخاطب کړل چې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو په ليکو کې د افغان ځوانانو د وژلو لامل نه شي.

مصطفى سالک له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې ښاغلي کرزي افغانستان مخ پر، پرمختگ هېواد وباله او د راتلونکو ټاکنو پر تر سره کولو يې ټينگار وکړ.

ښايي دا د افغان ولسمشر په توگه د حامد کرزي وروستي اختريز پيغام وي.

په تېر کې هم ولسمشر حامد کرزي څو ځله د اختر تر لمانځه وروسته خپل وسله وال مخالفان سولې ته بللي وو.

دا ځل يې هم په ورته مهال ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خبرو پر مهال له وسلوالو طالبانو او د هغوى له مشرانو وغوښتل چې جګړه پريږدي او په وينا يې د افغان ځوانانو او امنيتي ځواکونو له وژلو لاس واخلي.

"یو ځل بیا پر طالبانو او د هغوی پر مشرانو غږ کوم چې د افغانستان ګران ځوانان د مرګ کومې ته مه ورکوﺉ. ان هغه چې د طالبانو په ډله کې دي د هغوی ژوند او کورنۍ مه تباه کوﺉ او همدا راز د دې وطن د هغو زړورو بچیانو د شهادت لامل مه کېږﺉ او مه زیان ور رسوﺉ چې له خپلې خاورې، ملي ناموسونو او خپل عزت څخه دفاع او د هېواد دپرمختګ لپاره کار کوي."

خو افغان ولسمشر د تېرو اخترونو په څېر وسلوال طالبان خپل وروڼه و نه بلل. هغه وويل چې افغانستان د پرمختگ پر لوري يون کوي. نوموړي د راتلونکي کال ټاکنې د ولسواکۍ د ټينگښت لپاره يو بل گټور گام وباله.

په پام کې ده چې راتلونکې ټاکنې په راروان پسرلي کې تر سره شي.

خو يو شمېر کارپوهان سر له اوسه دا بهير له يو شمير ننگونو سره مل بولي.

ورته مطالب