د اختر لمانځه کې د لوګر والي ارسلا جمال ووژل شو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان د لوګر والي ارسلاجمال په جومات کې د ایښودل شوي یوه بم په چاودنه کې ووژل شو.

ښاغلي جمال نن (سه شنبه، اکتوبر ۱۵) سهار د اختر د لمانځه پرمهال خلکو ته وینا کوله چې چاودنه وشوه او ځای پر ځای یې وواژه.

د لوګر د ولایت مقام ویاند دین محمد دروېش بي بي سي ته وویل، چاودېدونکي توکي په هغه مایکروفون کې ځای پر ځای شوي وو، چې ارسلا جمال په کې د پل علم په جامع جومات کې د اختر له لمانځه وروسته خلکو ته وینا کوله.

په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، د چاودنې په پایله کې د والي وژل کېدو ترڅنګ ۱۵ کسان ټپیان دي.

ارسلا جمال ولسمشر کرزي ته نژدې کس و او د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې یې د هغه لپاره انتخاباتي منډې ترړې کولې، نوموړي په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه خپل ځانګړی دریځ لاره.

په یوه مرکه کې ښاغلي جمال ویلي وو "په افغانستان کې دوولس کاله جګړه شوې ده. طالبانو په افغانستان پنځه، شپږ کاله حکومت کړی او وروسته له هغې د افغانستان حکومت او د هغو له ملګرو سره جنګېدلي دي. طالبان پښتان نه دي، طالب قومي پښتون نه دی. طالب په افغانستان کې یو واقعیت دی یا نظامي یا سیاسي، هر نوم چې پرې ږدﺉ، زه به ورته سیاسي او نظام قوت دواړه ووایم. ځینې دوستان به ورته د پردو غلامان وايي دا د هر چا خپل تحلیل پورې اړه لري، خو زه وايم چې طالبان په افغانستان کې افغانان دي. بدخشي، سري پل، کندهاری، ننګرهاری او خوستی هم په کې شته. طالب د یو قوم پورې تړلی نه دی او نه دوی ځان د یوم قوم پورې تړلی بولي".

د برید پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو افغان چارواکي یې د طالب اورپکو کار بولي.

ولسمشر کرزی دا وژه وغندله او ویې ویل چې طالبانو د بمونو په اېښودلو او پر جوماتونو او لمونځ کوونکو د بریدونو په ترسره کولو له اسلام او بشریت سره خپله ښکاره دښمني په اثبات و رسوله.

د لوګر ولایت وژل شوی والي ارسلا جمال د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ په برات خېلو کلي کې ۱۳۴۴ کال کې وزېږېد.

ارسلا جمال لومړنۍ زده کړې د افغانستان پلازمېنې کابل په حبیبیه لیسه کې وکړې او وروسته یې تر ۱۲ ټولګي پورې د پېښور په سید جمال الدین افغان لېسه کې منځنۍ زده کړې وکړې.

نوموړي د مالیزیا په کوالالمپور کې د اقتصاد په برخه کې لوړې زده کړې کړي.

د لوګر والي په توګه له ټاکل کېدو مخکې ارسلا جمال، د پېښور نبراسکا پوهنتون، پاملرنې موسسې، کلیو پراختیا وزارت د وزیر سلاکار او د همدې وزارت د اوبو رسولو پروګرام همغږی کوونکي، خوست والي، په شمول یې په بېلو دولتي پوستونو دنده ترسره کړې.

نوموړي د افغانستان مرکزي بانک د مرستیال په توګه هم دنده تر سره کړې. دغه راز ارسلا جمال په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر حامد کرزي د انتخاباتي مبارزې له پرمخ بېوونکو یو و.

نوموړی د افغانستان ولسي جرګې ته په ۲۰۱۰ کال کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر په توګه وروپېژندل شو، خو و نه توانېد د باور رایې ترلاسه کړي.

ارسلا جمال د روان کال اپرېل میاشت کې هېواد ته له ستنېدو وروسته د لوګر والي په توګه وټاکل شو. له دې مخکې نوموړي د خوست والي په توګه کار کاوه، چې له پاکستان سره اوږده پوله لري.

نوموړي د کلیو پراختیا په برخه کې تخصص درلود. پر حکومتي پوستونو له کار کولو مخکې نوموړي یو شمېر موسسو کې دنده کار کاوه.

افغانستان کې د تېرو ۱۰ کلونو مودې کې د والیانو ولسوالانو، مذهبي او قومي مشرانو په شمول د منځنۍ کچې نژدې ۱۰۰۰ کسه مشران وژل شوي.

ورته مطالب