پر حلقوي سړک ژوند: د افغانستان پر لومړۍ لویې لارې د بي بي سي مستند سفر

Image caption د راډیویې خپرونو دغه یوولس برخې لړۍ د اکتوبر له اوومې نېټې زموږ د راډیو له لارې خبرې شوې چې ډېر ژر به په پاڼه کې هم خپاره شي

د افغانستان د حلقوي سړک د بیارغونې په اړه له ژمنو یوه لسیزه وروسته د بي بي سي د افغان سروېس خبریالانو پر دغه ۳۳۶۰ کلومتره سړک په دې موخه سفر کړی، چې د هېواد د دغې لویې لارې په اوږدو کې د خلکو د ژوند انځور وړاندې کړي.

دغه لومړۍ لویه لار د افغانستان د څلوردېرشو ولایتونو له ډلې شپاړس ولایتونه یو له بل سره نښلوي. دغه لار د کابل، غزني، کندهار، فراه هرات او مزارشریف په څېر یو شمېر ستر ښارونه یو له بل سره تړي.

د دغې لویې لارې د جوړېدو موخه دا وه چې دا به د دغه جګړه ځپلي هېواد په اقتصادي وده کې د مهمې وسیلې حیثیت ولري. د اټکل له مخې، د افغانستان په دریو کې دوه برخې وګړي د دغه حلقوي سړک په پنځوس کلومترۍ کې ژوند کوي.

زموږ سفر د افغانستان له لوېدیځ ولایت هراته پیلېږي. دا یو اوږد سفر دی، چې په اوږدو کې یې یو خبریال د دغې لویې لارې یوه ټاکلې برخه په خپل رپوټ کې رانغاړي او بیا یې بله برخه بل خبریال ته سپاري. تر هغې چې دا سفر بېرته د هرات په لرغوني ښار کې پای ته رسي.

د دغه سفر په اوږدو کې زموږ خبریالان د دې لویې لارې د څنډې مهمو ښارونو، ښارګوټو او کلیو کې تمېږي.

دوی په دغو سیمو کې له خلکو سره د هغوی د ژوند، ورځنیو ننګونو، د لومړنیو چوپړونو لکه روغتون، اوبه، برېښنا، امنیت او زده کړو د شتون او د راتلونکي په اړه د هغوی د وېرو او آن د هیله مندیو په اړه غږېږي.

دغه پروګرام تر ډېره له خلکو سره د شویو ژمنو، د هغوی د پرځای کېدو او په تېره لسیزه کې د خلکو پر ژوندانه د هغوی د اغېز په اړه یوه سمدستي ارزونه ده.

د دغې لویې لارې د جوړېدو چارې په ۱۹۶۱ کال کې پیل شوې وې. د سیاسي پاڅونونو او د لسیزو جګړو له کبله دا پروژه په بشپړ ډول سر ته و نه رسېده. هغه برخې چې جوړې شوې وې، هېڅ رغونه یې نه وه شوې، چې له امله یې دغه هېواد له هغې اړیکې بې برخې پاتې شو، چې د دې پروژې له لارې یې د وړاندې کولو هڅه شوې وه.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته د دغه سړک د بیا رغولو چاره د نړیوالې ټولنې لپاره یو مهم لومړیتوب و. د دغه سړک د رغونې موخه دا وه، چې له دې لارې ډېری افغانان یو له بل سره اړیکې پیدا کړي چې په مټ یې د دغه هېواد اقتصادي وړتیا رابرسېره شي.

د راډیویې خپرونو دغه یوولس برخې لړۍ د اکتوبر له اوومې نېټې په پښتو او دري د بي بي سي افغانستان راډیو له لارې خبرې شوې. د دې لړۍ څلور لس دقیقه یي رپوټونه په ازبکي او اردو هم خپاره شوي.

دا ټول ځانګړي رپوټونه په لیکلې بڼه هم له لوړ معیار انځور ګالریو او د سړک له لارښودو نقشو سره یو ځای زموږ پر انټرنیټ پاڼه هم موندلی شئ.

ورته مطالب