په کندهار کې ښځينه پوليس ډېر شوي دي

Image caption د افغانستان د پولیسو شمېر ۱۵۷ زرو تنو ته رسیږي او په کې یواځې ۱۵۰۰ ښځې دي چې د دغې شمېرې یوه سلنه هم نه جوړوي.

د پولیسو په لیکو کې د ښځو د نه ورګډېدو لوی لاملونه، په کاري ډګر کې ښځو ته د آسانتیاو نشتوالی او د نارینه و له خوا د هغوى ځورول ګڼل کېږې.

د افغانستان د پولیسو شمېر ۱۵۷ زرو تنو ته رسیږي او په کې یواځې ۱۵۰۰ ښځې دي چې د دغې شمېرې یوه سلنه هم نه جوړوي.

د کندهار د پولیسو لوړپوړي چارواکي وایي چې دغه ستونزې یې تر ډیره هوارې کړي او په دغه ولایت کې د ښځینه پولیسو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

ددغه ولایت دپولیسو مشر جنرال عبدالرازق وایې چې تیر کال په کندهار کې یوازې ۳۳ تنه ښځینه پولیسو له دوې سره دنده تر سره کوله اوسږکال په دغه شمیر کې دوه برابره زیاتوالى راغلى.

هغه زیاته کړه چې ښځینه پولیسو ته یې په خوندي سیمو کې کورونه ورکړي چې له امنیتي ستونزو سره مخامخ نه شي.

د کندهار چارواکي د ښځینه پولیسو په لیکو کې د زیاتو میرمنو ور ګډیدل ډېره مهمه او اغیزمنه چاره بولي او همداراز وايي د کورونو د لټون پر مهال له پولیسونه د خلکو په شکایتونو کې هم د پام وړ کموالې راغلې دى.

خو په دغه ولايت کې د ښځینه پولیسو يوه مشره دويمه څارنه پروانه وايي په یوه داسې ټولنه کې دنده تر سره کوي چې د ټولنې اوسیدونکي او هم يې د کورنې غړي ورته په سم نظر نه ګوري. خو زياتوي چې د خپلو خلکو لپاره کار کوي او تر بل هر وخت ورته اړتیا هم زیاته ده.

د پولیسو په لیکو کې د ښځو کار او دنده له یو لړ ستونزو او ننګونو ډګه ده، څه موده وړاندې نامالومو وسله والو د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې یوه ښځینه پولیس افسره چې کار ته پر لار وه په ډزو ووژله.

دا په هلمند کې په یوۀ کال کې د خپل ډول دويمه پیښه وه.

د ښځو د حقونو فعالانې په افغانستان کې د پراخ کورني تاوتریخوالي او د هغوی د مخنیوي لپاره په دغه هېواد کې د پولیسو په لیکو کې د لا ډېرو ښځو ګمارل اړین بولې.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنيو چارو وزیر محمد عمر داودزي څوورځې وړاندې ویلې و چې د یوۀ روښانه پلان له مخې به تر راتلونکي یوه کال پورې د ښځینه پولیسو شمېر لس زرو تنو ته ورسیږې.

ورته مطالب