کرزی: امریکا سره امنیتي تړون باید امنیت راولي

کرزی، کېري
Image caption که امنيتي تړون سوله رانه ولي د افغانستان په درد نه خوري

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، د امریکا متحدو ایالتونو او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون باید په هېواد کې سوله او امنیت ټینګ کړي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه که دا تړون په افغانستان کې سوله او ثبات رانه ولي د ده په خبره دغه تړون د افغانانو هیڅ په درد نه خوري.

ولسمشر کرزي وویل، له یو کال راپدې خوا افغانستان او امریکا د امنیتي تړون پر سر بحثونه او کار کوي، خو لاهم دا تړون نه دی لاسلیک شوی.

د ده په وينا دلیل یې دا دی چې لاهم د تړون پر سره د دواړو هېوادونو تر منځ د توپير ټکي شته.

ولسمشر کرزي یو ځل بیا له امریکا سره د تړون مهم ټکي په ډاګه کړل.

حامدکرزي څرګنده کړه چې په دې تړون کې د افغانستان د ترجیحاتو او ملي منافعو عمده ټکي د افغانستان د ملي حاکمیت بشپړ درناوی، زموږ د خلکو د کورونو مصوونیت او د هرافغان د کور حریم ته احترام، د ملکي تلفاتو او د بهرنیو ځواکونو د خپلسرو عملیاتو په کلکه مخنیوی او همدا رنګه د تجاوز تعریف دی.

د هېواد ولسمشر وویل، له امریکایانو سره په وروستیو مذاکراتو کې پر یوې بلې ډیرې مهمې موضوع هم ډیر بحثونه وشول او هغه په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د قضایي مصوونیت موضوع وه.

د افغان ولسمشر دا څرګندونې په داسې مهال کې کېږي چې د ده او امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ترمنځ یوه اوونۍ وړاندې په کابل کې په همدې موضوع خبرې اترې وشوې.

د تړون یو بل ټکی پر افغانستان د تېرې په صورت کې د امریکا مرسته ده.

ولسمشر د تېري د تعریف په ترڅ کې او دا چې ولې یې دې اصطلاح ته په تړون کې ځای ورکړی دی، وویل، کله چې امریکایي ځواکونه دلته پاتې کیږي په کومو حالاتوکې به له افغانستان سره مرسته کوي، کوم حالت اوکوم تجاوز به، تجاوز بولي.

آیا دوی به افغانستان ته د بهرنیانو د ټانګونو او الوتکو راتګ تجاوز بولي او که به ترهګري، ځانمرګي او په افغانستان کې په پټه ورانی هم تجاوز بولي؟ په دې هکله مو له امریکا څخه واضح بیان اخیستی دی او د افغانستان ګټه مو په دې کې تر جدي بحث او اطمینان لاندې نیولې ده.

امریکا تمه لري چې له افغانستان سره امنیتي تړون به یې تر ۲۰۱۴م کال وروسته ځينو سرتېرو ته په دغه هېواد کې د قانوني پاتې کېدو اجازه ورکړي.

بله لانجمنه مسله د امریکایی سرتېرو مصونیت دی چې امریکا یې غوښتنه کوي او د جرم د کولو په صورت کې به په افغانستان کې نه، بلکه په امریکا کې محاکمه کېږي.

خو ولسمشر کرزی وایي دا پرېکړه به د افغانستان خلک په مشورتي لویه جرګه کې کوي چې نژدې یوه میاشت وروسته جوړېږي.

ورته مطالب