کمېسيون: زندانيانو ته د کارتونو وېش پيل شوی

Image caption د ټاکنو کمېسيون وايي شاوخوا ۲۸زره زندانيانو ته کارتونه وېشي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي پر هغو بنديانو يې د رايې کارونې کارتونو د ويش لړۍ پيل کړې، چې د مدني حقونو بې برخې شوي، نه دي.

دا رنگه د کمېسيون چارواکي وايي په بستري ناروغانو او روغتيايي کارکونکو به هم دغه کارتونه وويشي او د ټاکنو پر ورځ به هم دغو کسانو ته د راى ورکولو مرکزونه پرانيزي .

محمود کوچۍ په خپل راپور کې کاږي، د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۸ زره بنديان اوسيږي چې گڼ يې په جنايي جرمونو تورن دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي په پام کې لري چې هيڅ يو افغان چې د راى کارولو شرايط يې بشپړ کړي وي د ټاکنو له بهيره بې برخې پاتې نه شي.

کمېسيون وايي که څه هم په تيرو ټاکنو کې دغه شان اسانتياوې د افغان بنديانو لپاره په پام کې نيولې وې، خو دا پلا د کميسيون د چارواکو په خبره دغه ونډه اخيستنه به تر نورو هغو پراخه وي.

د کميسيون وياند نور محمد نور وايي همدا اوس د هغوى د گرځنده ډلو له خوا پر دغو بنديانو د راى کارولو کارتونه ويشل کيږي.

اوس مهال د افغانستان په ټولو زندانونو کې لږ تر لږه ۲۸ زره کسه بنديان دي، چې د چارواکو په خبره گڼ يې په جنايي جرمونو، قتلونو، د نشه يي توکو په قاچاق او وسله والو غلا غديو تورن دي.

۲۶ کانديدان

دا رنگه په دې ډله کې هغه طالبان هم راځي چې د جگړو پر مهال او يا د ترهگريزو بريدونو د ترسره کولو په تور نيول شوي دي.

خو د حقوقو د برخې کارپوهان وايي چې ښايي د افغانستان په تاريخ کې داسې نه وي شوي چې څوک دې يو بندي د مدني حقونو بې برخې کړي.

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزى وايي پرته د هغو کسانو نه چې د نورو هيوادونو دي نور ټول بنديان کولاى شي چې په ټاکنو کې برخه واخلي او دا د هر افغان حق ده.

په پام کې ده چې د راتلونکي لمريز کال د وري د مياشتې په شپاړسمه په افغانستان کې ولسمشريزې او د ولايتي شوراگانو ټاکنې هممهاله تر سره شي.

تر اوسه پورې ۲۶ تنه د ولسمشريزو ټاکنو لپاره دريدلي، چې د شنبې په ورځ به د دغو نوماندانو لومړنى نوملړ خپور شي.

دا چې له دغه نوملړه به څو تنه ايستل کيږي او څومره پاتې کيږي، ښايي په راتلونکې يوه ورځ کې مالومه شي.

ورته مطالب