د ولسمشرۍ کانديدانو ابتدايي نوملړ نن اعلانېږي

Image caption کمېسيون وايي ٣٣٤ ښځو ځان ولایتي شورا ته کانديد کړی او يوې ولسمشرۍ ته

د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره ۲۶ او د ولايتي شوراگانو لپاره تر ۳۰۰۰ ډيرو کسانو ځانونه نومولي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون ويلي دي چې نن به د ابتدايي نوملړ تر اعلانولو مخکې د بهرنيو چارو وزارت هم د ولسمشرۍ د ټاکنو د نوماندانو د دوه گوني تابعیت په اړه معلومات وروسپاري.

مصطفی سالک وايي په خپل راپور کې وايي، چې ښايي د ولسمشرۍ د ټاکنو احتمالي نوماندان به د ابتدايي نوملړ ډاگيزه کيدو ته شيبې شماري.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې په تيرو دوو ورځو کې يې د نوماندانو د سندونو د ارزونې له کبله خورا بوختي ورځې لرلې.

د دغه کمېسيون وياند نورمحمد نور وايي په پام کې ده چې نن د ورځې تر پايه د نوماندانو ابتدايي نوملړ اعلان کړي.

ښاغلي نور وويل، د ولسمشرۍ د نوماندانو د دوه گونو تابعيتونو د جوتيدو لپاره د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت نوم لړ ته سترگې پر لاره دي، چې په وينا يې نن به يې تر گوتو کړي.

د افغانستان د اساسي قانون د دوه شپيتمې مادې له مخه کوم کسان چې ځانونه د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوموي يوازې د افغانستان تابعيت بايد ولري،خو د ولايتي شورا نوماندان له دې شرط سره نه خلاص دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې ٢٦ تنو د لسمشرۍ ټاکنو او تر دريو زرو ډيرو کسانو د ولايتي شورا گانو څوکيو ته خپل نومونه په رسمي ډول ثبت کړي دي.

له دې ټولگې ٣٣٤ تنه يې ښځې دي، همدا راز يوې ښځې ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نومولى دى.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون د مهالويش له مخه په پام کې ده چې د نوماندانو وروستى نوملړ د لړم پر پنځه ويشتمه يانې څه کم يوه مياشت وروسته اعلان شي.

ورته مطالب