جرګې ته د ځمکو د ۱۶۰۰۰ غاصبانو نوملړ وړاندې شو

Image caption دغه ځمکې چې شاوخوا يو نيم میليون جريبو ته رسيږي ارزښت يې تر اوه مليارده ډالرو پورته دى

د حکومت پر کړنو د ځانگړي کمېسيون غړي وايي، د دغو کسانو په ډله کې سيمه ييز قومندانان، قامي مشران او مخور، ښاروالۍ او ځينې لوړ پوړي دولتي چارواکي شامل دي.

محمود کوچی په خپل راپور کې وايي، ولسي جرگې وويل هغه لارې چارې به ولټوي چې څنگه دغه ځمکې د ولکه کوونکو له منگولو وژغوري.

په افغانستان کې د ځمکو ولکه کول هغه ستونزه ده چې تر ډيره د حکومتي چارو د لارې پر سر يې خنډونه راولاړ کړي دي.

د افغانستان د ولسي جرگې له خوا گومارل شوې جرگگۍ د يو کال پلټنو وروسته هغه پايلې جرگه والو ته جوتې کړې چې دوى تر لاسه کړې دي.

دغه ځمکې چې شاوخوا يو نيم ميليون جريبو ته رسيږي ارزښت يې تر اوه مليارده ډالرو هم پورته دى، خو د ولسي جرگې گڼو استازو پر دې نيوکه کوله چې هغوى په تمه وه چې د افغانستان د لوړ پوړو چارواکو او زورواکو نومونه هم په دغه نوملړ کې شامل شوي واى.

د پکتيکا د خلکو استازى نادرخان کټوازى وايي که څه هم چې د ځمکو ولکه کونکي زورواکي دي، خو بيا هم د کميسيون غړو لا له وړاندې د رسنيو سره دغه خبره شريکه کړې واى.

ستره ستونزه

خو داسې بريښيده چې دغه ځانگړي کميسيون نه غوښتل چې د دغو کسانو نومونه دې واخيستل شي، چې په پايله کې يو شمير استازو تور پورې کاوه چې گواکې له ولکه کونکو سره د تړاونو له امله، نه غواړي د هغوى نومونه په ډاگه کړي.

خو دغو ادعاو ته د ياد کميسيون د غړي شيرولي وردګ ځواب دا و چې دغه خلک تر دې دمه د دوى پوښتنو ته د ځواب ويلو لپاره نه دي چمتو شوي.

د هغه په خبره د دوى لپاره اوس مهال دا ډيره گرانه ده چې دغه کسان محکمې ته حاضر کړي.

په افغانستان کې د ځمکو ولکه کيدل هغه ستره ستونزه ده چې تر ډيره يې د ځينو رغانيزو چارو مخه ډب کړې ده.

د نوي کابل ښارگوټي پروژه، د حاجيگک د اوسپنې کان او د بريښنا د يو شمير بندونو د جوړولو پروژې يې ښې بيلگې دي.

د دغه ځانگړي کميسيون غړي وايي د دغو ځمکو د بيرته راگرځولو لپاره لسگونه کاله نور وخت ته اړتيا شته چې په تړاو يې يو تل پاتې کميسيون جوړ او دغه ستونزې هوارې کړي.

ورته مطالب