کابل: د ښځو ستونزې د هنر په ژبه

کبری خادمي
Image caption د نندارې لیدونکو د نوموړې دغه کار یو په زړه پورې نوښت وباله.

په کابل کې د یوې افغانې هنرمندې له خوا په یوې نندارې کې د افغان مېرمنو وضعیت د اجرايي هنر پر مټ انځور او مینه والو ته وړاندې شو.

ګلستان شینواری وايي، د کبری خادمي له خوا په دغه هنري پروګرام کې د نوموړې د پخوانیو کارونو یو انځوریز نندارتون هم جوړ شوی.

د نمناکو حقیقتونو په نامه دې نندارې کې افغان هنرمنده کبری خادمي د خونې په یوه سر کې په تورو جامو کې پر یوه څوکۍ ناسته ده او ورته مخامخ یوه بې انځوره تلوېزون ته ګوري او خپل مخ په څپېړو وهي.

دا کار تر کابو نیم ساعت پورې روان و.

په دغه ننداره کې مېرمن خادمي هڅه کوي چې د افغان مېرمنو له ستونزو او ننګونو ډک ژوند ټولنې ته انځور کړي.

د نندارې لیدونکو د نوموړې دغه کار یو په زړه پورې نوښت وباله.

د نندارې یو تن لیدونکی وايي: "زموږ د ټولنې مېرمنې چې په پرتلیز ډول ډېرې زیان منونکې دي په ټولنه کې د شته ستونزو له کبله ډېرې ځورېږي. خو په عین حال کې دوی د دغو ټولو ستونزو پر وړاندې درېدلې او مبارزه ورسره کوي. دا هر څه په دغې نندارې کې ډېر ښه انځور شوي دي".

کبری خادمي وايي، هڅه کوي، چې د اجرايي هنر د نویو بڼو له لارې د افغان مېرمنو وضعیت په هنري ډول انځور کړي.

نوموړې وايي، په افغاني ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې شته ننګونې په بېلابېلو هنرونو کې رانغاړل شوي، خو په خبره یې دا هڅه کوي، چې د اجرايي هنر د نویو بڼو له لارې دغه وضعیت انځور او مینه والو ته یې وړاندې کړي.

مېرمن خادمي وايي: "دا مې خوښېږي چې ځان په نویو هنري قالبونو کې ووینم او نندارې ته یې وړاندې کړم. د مخامخ اجرايي هنر له وړاندې کولو سره ډېره مینه لرم. په ځان کې مې دا وړتیا لیدلې چې له دې لارې په لا ښه ډول کولای شم خپل خیالات څرګند کړم او کولای شم چې له دې لارې د شته ستونزو په اړه په لوړ غږ فریاد وکړم".

د کاپیلا نادولتي هنري بنسټ له خوا د جوړ شوي دغه نندارتون یوه بله برخه د مېرمن خادمي د یو شمېر پخوانیو نندارو انځورونه وو، چې نندارې ته وړاندې شوي وو.

مېرمن خادمي په پاکستان کې د ښکلو هنرونو په اجرايي هنر څانګه کې ځانګړې زده کړې کړې او وايي، چې د خپل هنر له لارې به هڅه وکړي د افغان مېرمنو وضعیت انځورولو ته ادامه ورکړي.

ورته مطالب