کابل: د سولې تخم وکرﺉ د بابر بڼ سندريز کنسرت

Image caption دغه کنسرت يوازې د افغان مېرمنو لپاره و، او سلګونه ښځنې او نجونې ورغلې وې

د سولې تخم وکرئ- دا د هغه سندريز کنسرت نوم و چې تير ماښام په کابل کې جوړ شوى و.

چې په ترڅ کې يې افغان، پاکستاني، هندي او تاجکي سندرغاړو افغان ښځو ته سندرې وبوللې.

مصطفی سالک په خپل راپور کې وايي، په پلازمېنه کابل کې د بابر بڼ د ملکې تاريخي ماڼۍ ته لسگونه افغان ښځې او نجونې راټولې شوې وې.

دا کنسرت د سولې تر خواږه سرليک لاندې رابلل شوی و، چې افغان پاکستاني، هندي او تاجک سندرغاړو تاوتريخوالى غنده او د موسيقۍ په نازکو او وريښمينو پردو کې يې د سولې اړين پيغام نغښتى و.

د ملکې د ماڼۍ ديوالونه هم په داسې انځورونو او شعارونو سره پسوولل شوي وو،چې د سولې غوښتنه يې کوله.

افغان سندرغاړې اريانا سعيد چې د سندرو ويلو لپاره راغلې وه بي بي سي ته وويل، هيله يې داده چې سوله راشي او ټول افغانان يو موټى شي.

ارزو د کنسرت نندارې ته راغلې وه، هغې بي بي سي ته وويل له سندرو يې خوند واخيست ځکه چې وايي يو د سولې لپاره و بل د سولې لپاره او نندارچيانې يې هم ټولې ښځې وې.

د کنسرت ټول سندرغاړي د نندارچيانو له هر کلي سره مخامخ شول خو له پښتوخوا نه راغلى سندرغاړى زيک افريدى هغه مهال له تاوده هرکلي سره مخامخ شو چې د افغانستان په اړه يې سندره وويله.

دا خاوره د کابل ده

دا خاوره د کابل ده

ورته مطالب