تاجکستان له افغان امنيته اندېښمن دى

Image caption د دواړو هېوادونو د بهرنيو، کورنيو او ماليې وزيرانو د ماين پاکولو، نويو لارو او بيمو په برخه کې تړونونه لاسليک کړل.

په افغانستان کې د ولسمشر کرزي د ١٢ کلن واک په ترڅ کې دا تاجکستان ته د دوى اووم رسمي سفر دى.

له دوشنبې سره د کابل د دومره تودو اړيکو دلايل ښايي له فرهنگي او تاريخي اړيکو ورهاخوا د سياسي او اقتصادي همکاريو شته والى وي.

د ولسمشرانو له جلا ليدنو او دغه راز د دواړو هېوادونو د پلاويو له غونډو چې ښاغليو رحمان او کرزي په کې حضور درلود د دواړو غاړو ترمنځ په بيلا بيلو برخو کې پر همکاريو خبرې وشوې.

د نننۍ ورځې د غونډو پايله گډه اعلاميه وه چې د اړيکو د پراخولو خبره يې کوله.

د دواړو هېوادونو د بهرنيو، کورنيو او ماليې وزيرانو د ماين پاکولو، نويو لارو او بيمو په برخه کې تړونونه لاسليک کړل.

که څه هم له افغانستان سره د اورگاډي او انرژۍ په برخه کې پر همکاريو ټينگار وشو خو په سيمه کې نا امنيو د منځنۍ اسيا هېوادونه اندېښمن کړي دي.

د تاجکستان ولسمشر رحمان وويل: " له ٢٠١٤ کال وروسته د ممکنه حالاتو په برخه کې تاجکستان وړانديز درلود چې د بهرنيو ځواکونو وتلو ته په پام سره په هر ډول برخو په ځانگړي ډول امنيتي او سرحدي برخو کې له افغانستان سره خپلې اړيکې پراخې کړي."

افغان ولسمشر په تېره لسيزه کې تاجکستان ته د خپلو سفرونو په باب خبرې وکړې: " له ښه مرغه په تېرو دولسو کلونو کې د دواړو هېوادونو اړېکو ښه پرمختگونه لرل. دا ځل هم افغانستان او تاجکستان ورته نظر درلود. د دواړو هېوادونو د اړيکو د پراخولو په برخه کې د سيمې په برخه کې او د اسلامي نړۍ په برخه کې ورته نظر و."

افغانستان او تاجکستان شاوخوا ١٤٠٠ کېلومتره گډه پوله لري.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د نويو پلونو په جوړېدا اقتصادي چارې په تېرو اتو کلونو کې سل چنده ډيرې شوې دي.

همدا نن د دوو نورو پلونو د جوړېدا خبر هم ورکړل شو.

ورته مطالب