کابل وايي افغان صادرات سږ کال ډېر شوي دي

افغان توليد
Image caption له ميوې، سبزي او غاليو پرته هم نور افغان جوړ توکي اوس بهرنيو بازارونو ته ځي

د تېر کال په پرتله د روان هغه په لومړني فصل کې د افغان صادراتو کچه د چارواکو په وينا په سلو کې ٤٠ ډېره شوې ده.

خو د پيسو له پلوه دا يوازې ١٠٠ ميليونه ډالر کېږي.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو د خونو چارواکو رسنيو ته ويلي چې له گاونډيو هېوادونو سره په پوله د شته ستونزو حل په دې برخه کې گټور و.

خو دوى د دغو ستونزو سپيناوى ونه کړ چې څه و.

د افغانستان په صادراتو کې تازه مېوه تر تېر کال ډېره وه.

د چارواکو په وينا سږ کال ٦٠٠٠ ټنه تازه مېوه بهرنيو هېوادونو ته صادره شوې ده.

تېر کال په همدې موده کې ٤٠٠٠ ټنه تازه مېوه صادره شوې وه.

د کال په اوږدو کې تازه سبزي هم له افغانستانه بهرنيو هېوادونو ته ډير صادر شوي دي.

هند په زرگونو ټنه پياز له افغانستانه وارد کړل.

خو افغان سوداگر وايي چې د ترانسپورت په برخه کې او د لوړو ماليو له امله د دوى صادرات کم دي.

غالۍ

په تېرو کلونو کې بهر ته د افغان صادراتو تر ټولو لوى توکى غالۍ وې چې اوس تر پخوا ډيرې کمې صادريږي.

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت څو مياشتې وړاندې وويل چې په تېرو شپږو کالو کې د افغاني غاليو په صادراتو کې ۸۰ سلنه کموالى راغلى.

.د وزارت چارواکيو ويل د لويديځو بازارونو سړښت او د افغانستان د گاونډيو سيالانو کړو وړو د غاليو بازارونه مټه کړي، خو وايي د دغو ستونزو نه د وتو په موخه يې درې کلنه تگلاره په پام کې ده .

يو شمير سوداگر وايي تر هغو پورې چې افغانستان ته له بهره په وارديدونکو غاليو يا بنديز نه وي لگول شوى او يا هم پر همدغو غاليو مايله ډيره نه شي، گرانه ده چې د افغانستان د غاليو لپاره ښه مارکيټونه بياميندل شي.

د ۲۰۰۷ کال راهيسې تر ۲۰۱۲ کاله د غاليو په صادراتو کې ۸۰ سلنه کموالى په دې مانا دی چې په ۲۰۰۷ کال کې دغه صادرات ۲۶۲ ميليونه ډالره وه، خو په ۲۰۱۲ کال کې دغه نژدې ۵۰ ميليونه ډالرو ته راښکته شوي دي.

د چارواکو په وينا يو ميليون افغانان د غاليو په اوبدلو بوخت دي.

افغان غالۍ پاکستان، ترکيې، هند، عربي متحده امارات، روسيې، جرمني او د امريکا ته صادريږي.

ورته مطالب