'ښارونو کې د خلکو د اوسېدو کچه په زیاتېدو ده'

Image caption سیمه ییز ارګانونه وايي، د افغانستان د ښارونو نفوس په کلنۍ کچه ۴ اعشاریه ۶ سلنه زیاتېږي

افغان چارواکي وايي له کلیوالو سیمو څخه هر کال نږدې ۲۰۰زره وګړي ښارونو ته د مېشت کېدو لپاره ځي. چارواکي مني، چې اوسمهال ښارونو کې داسې ډېر لږ امکانات شته، چې د دومره ډېر نفوس بوج وزغمي.

پلازمېنه کابل کې د ښاروالیو د ظرفیتونو لوړولو، عوایدو زیاتوالي او غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره د افغانستان له بېلو ولسوالیو ۱۲۰ کسه ښاروالان کابل کې یو ځای شوي وو.

نور محمد سعيد په خپل راپور کې وايي، د ولسوالۍ ښاروالان د دې لپاره کابل کې یو ځای شوي، چې خپل نظرونه او تجربې سره شریکې کړي او د ښاروالیو پر وړاندې پرتو ستونزو هوارولو لپاره لارې چارې ولټوي.

د سیمه ییزو ارګانونو مسوولین وايي، د افغانستان د ښارونو نفوس په کلنۍ کچه ۴ اعشاریه ۶ سلنه زیاتېږي او په دې توګه له کلیوالو سیمو نژدې دوه لکه کسان په ښارونو کې شته فرصتونو ته د لاسرسي موندلو په هیله ښارونو ته کډه کوي.

خو بل لور ته د یو شمېر ولسوالیو ښاروالان وايي، د بودیجې نشتوالي، نا امنیو وسایلو او مسلکي کسانو د نه شتون له کبله نه دي توانېدلي مناسب ښاري خدمتونه وړاندې کړي.

له دوی نه ځیني وايي له همدې کبله تر اوسه نه دي توانېدلي، چې د خپلو کارکوونکو له معاشونو ورکولو پرته کومه چاره تر سره کړي. د خوست ولایت د علي شېرو ولسوال ظفرخان رحیمي وايي اوس مهال هېڅ عاید نه لري.

چارواکي مني، چې همدا اوس له امنیتي ستونزو سره سره په یو شمېر ولسوالیو کې د ښاروالۍ ادارې د بودیجې نشتوالي له کبله تړلې دي.

ښاري معيارونه

دوی وايي د ښارونو د حدود او نفوسو د کره شمېرو نشتون هغه ستونزه ده، چې له کبله یې دوی تر اوسه نه دي توانېدلي، د فعالو ښاروالیو چارې له نړیوالو معیارونو سره سمې کړي.

د سیمه ییزو ارګانونو د پالیسۍ او مسلکي معین فرید ماموندزی وايي اوس په هغو لارو چارو کار کوي، چې ښاروالۍ د غوره خدمتو وړاندې کولو جوګه شي.

همدا اوس د افغانستان په ۱۲۰ ولسوالیو کې د ښاروالۍ ادارې فعالې دي او چارواکي وايي، غواړي راتلونکو پنځو کلونو مودې کې پنځوس نورې ولسوالۍ هم فعالې کړي، چې اوس مهال د ناامنیو او با بودیجې نشتوالي له کبله تړلې دی.

چارواکي وايي د مرستندویانو په همکارۍ په داسې پلانونه جوړولو کار کوي، چې له مخې یې د افغانستان هر وګړي ته په خپله سیمه کې ښاري خدمتونه ورسېږي خو پوښتنه داده، چې ایا د ښاري حدونو او نفوسو د کره شمېرو نشتوالي په صورت کې داسې ممکنه ده؟

ورته مطالب